(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر پوله دې اغزن مزي نه لگول کېږي

[26.May.2008 - 21:17] افغان حکومت د پاکستان له هغې تگلارې تند غبرگون ښودلى چې د افغانستان سره پرگډه پوله اغزن مزي غزوي او څارگرې کمرې لگوي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه کار د دواړو هېوادونو د قومونو ترمنځ د اړيکو د پرېکون په مانا بللى او گواښنه يې کړې چې پايلې به يې ښې نه وي. افغان چارواکي وايي په دې اړه يې وار د مخه خپله اندېښنه له نړيوالې ټولنې او په ځانگړي ډول امريکاسره شريکه کړې ده. پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو د ورتگ د مخنيوي پر موخه به له دغه هېواد سره په گډه پوله اغزن مزي غزوي او څارگرې کمري ولگوي. افغان حکومت د پاکستان له لورې پر گډه پوله د اغزنو مزو غزول او څارگرو کيمرو لگول د دواړو هيوادونو د قومونو ترمنځ د بيلتون د گرښې په مانابللي. حکومت وايي دغه کار په هيڅ ډول د ترهگرۍ سره د نړيوالې مبارزې په برخه کې مرسته نشي کولى. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل په دې اړه يې وار د مخه خپله انديښنه نړيوالو هېوادونو او امريکا ته په ډاگه کړې ده. بی بی سی د دغه وزارت وياند سلطان احمد بهين بي بي سي ته وويل دغه موضوع به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره هم وڅيړي چې،ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې کابل ته راشي. د پاکستان لومړي وزير يوسف گيلاني په خپل هيواد کې له طالب وسله والو سره د سولې د تړون تر لاسليک کولو وروسته تيره ورځ اعلان وکړ چې، له افغانستان سره به پر گډه پوله اغزن ديوالونو دروي او څارگرې کيمري لگوي چې دواړو هيوداونو ته د اورپکو د تک راتک مخه ونيول شي. د پاکستاني طالبانو يو تن مشر بيت الله مسيد د دغه هېواد له حکومت سره د سولي تر شوي تړون وروسته وويل، په افغانستان کې به د بهرنيو ځواکونو په وړاندې د ده په وينا خپل جهاد روان ساتي. د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د سولي شوي تړون په افغانستان او بهر کې سخت غبرگونونو را وپارول. ان برتانيا او په افغانستان کې د ناټو سرتيرو يې هم په اړه انديښنه وښوده. د ناټو يو چارواکي وويل په سويلي وزيرستان کې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ تر تړون وروسته په دغو سيمو کې د وسله والو فعاليتونو لاپسې زور موندلى. دا چې د پاکستان له لورې په سرحدي سيمو کې د اغزنو ديوالونو د دريدوتگلاره به دواړو هيوادونو ته دوسله والو طالبانو د تگ راتگ او بريدونو د مخنىوي په برخه کې څومره مهم رول ولوبوي؟ دا پوښتنه مې په کابل کې د سياسي علومو د چارو د شننونکي ودير ساپي مخې ته کيښوده: ' هغه وويل تر هغه چې د پاکستان له لوري د اورپکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې اخلاص موجود نه وي دا ډول کارونه هيڅکله نشي کولى د اورپکو د تک راتک او بريدونو مخه ونيسي.او دا کار هېڅکله هم عملي بڼه نشي غوره کولى.' دا لومړى ځل نه دى چې پاکستان له افغانستان سره پر گډه پوله د اغزن ديوال د درېدو خبره کوي تېرکال هم د دغه هېواد ولسشمر پرويز مشرف ورته وړانديز کړى و، چې د افغان حکومت له لورې له سخت غبرگون سره مخ شو . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته