(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخاص کونړ له سيلاب ځپليو سره مرسته وشو

[01.Jun.2008 - 22:01] May 30, 2008 د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ د دريو کليو له ٨٩ سيلاب ځپلو کورنيو سره د غبرګولي په ١� مه ، مرستې وشوې خو په لسګونو نورې کورنۍ لا مرستو ته سترګې پر لار دي . دغه سيلابونه دوه ورځې وړاندې د خاص کونړ په تنر ، اراضۍ او حکيم آباد کليو کې راغلي وو چې له ١� � ډېرې کورنۍ يې زيانمنې او پر شاوخوا ١٥� � جريبه ځمکه کرل شوى د غنمو فصل له ځان سره وړى و . پر دې کورنيو د کونړ د سرې مياشتې او کليود پراختيا وزارت د رياست لخوا خوراکي توکي ، خيمې ، شړۍ او ترپالونه ووېشل شول . د کونړ د سرې مياشتې رييس قاضي حبيب الرحمن د مرستو د ويش په مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې شوې مرستې کافي نه دي ، خو اوسمهال ددوى همدومره په وس کې وو . هغه ژمنه وکړه چې د ټولو سيلاب ځپلو کورنيو نوملړ به جوړ کړي ، مرستې به ورته جلب کړي او بيا به يې پرې ووېشي . د تنر د کلي اوسېدونکي وحيدالله چې مرسته يې ترلاسه کړې وه ، وويل چې دوى له مرستو راضي دي خو د ټولو سيلاب ځپليو لپاره کافي نه دي . د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي هم شوې مرستې کافي ونه بللې او زياته يې کړه چې دنورو مرستو د جلبولو په لټه کې دى . له بلې خوا سږکال د کونړ په سيند کې هم د اوبو کچه ډېره شوې ده او ډېرې کورنۍ يې له اندېښنې سره مخ کړې دي . د کونړ والي وويل چې دوى هم دغه احتمالي خطر ته متوجه دي ، يو کميسيون يې ټاکلى ترڅو مرستې راټولې او د اړتيا په مهال يې په خپل وخت خلکو ته ورسوي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته