(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښكلا مجلې ۳۲ او ۳۳ ګڼې چاپ شوې

[02.Jun.2008 - 21:44] په كندهار كې د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا د خپرېدونكې دوې مياشتنۍ مجلې (ښكلا) ۳۲ او ۳۳ ګڼې تازه چاپ شوې. دا ګڼې يو لړ ښكلې او معياري ليكنې، مركې، شعرونه او راپورونه لري چې د مينوالو تنده به پرې ماته شي. ښكلا ۳۲ مه ګڼه (شپږم كال، دويمه ګڼه، لړم_ليندۍ ۱۳۸۶ ل) د ښكلا ۳۲ ګڼه ارواښاد محمد دين ژواك ته ځانګړې شوې، همدارنګه د ارواښاد مركه هم په كې چاپ شوې، په ۳۲ مه ښكلا كې د دې ښاغلو ليكنې او شعرونه راغلې دي: پوهاند زيار، سرمحقق عبدالله بختانى، سرمحقق حبيب الله رفيع، زرين انځور، فقير محمد ودان، ډاكتر طارق رشاد، اسحاق ننګيال، صديق كاوون، اكبر كارګر، ډاكتر واحد نظري، حاجي امين باوري، استاد ژواك، عبدالقديم پتيال، محمديار يار، هارون خپل، زرغونه ژواك، عبدالله احسان، سليمان جالب او داسې نور... ښكلا ۳۳ مه ګڼه (شپږم كال، درېيمه ګڼه، مرغومى_سلواغه ۱۳۸۶ ل) د ښكلا په درې دېرشمه ګڼه كې د سرليكنې او د هېواد د وتلي سندرغاړي فرهاد دريا د مركې تر څنګ د دې ښاغلو ليكنې، شعرونه، ژباړې او شعرونه راغلي دي: اسدالله غضنفر، عبدالغفور لېوال، معصوم هوتك، انور وفا سمندر، هارون خپل، خان زمان كاكړ، ماښام خټك، پوهنمل نظري، استاد نوميالى، عصمت الله زهير، آصف ننګ، رحمت آريا، صابر بې ريا، انجينر نعيمي، سليمان جالب، پروين ملال، احسان الله مهجور او داسې نور... لوستونکي کولاى سي چي ښکلا مجله په افغانستان او خارج کي د ګډون په کولو له لاندي ادرسونو څخه ترلاسه کړي . د لراوبر افغانستان لپاره د ښکلا پته : ښکلا مجله موسی خان سړک هرات دروازه - کندهارښار افغانستان Email [email protected] Call & SMS +93700311279 ښکلا په بهرنيو هيوادونو کي : [email protected] Call &SMS +31622303611
- لراوبر
بېرته شاته