(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي په درنښت غونډه

[18.Jun.2008 - 20:42] دافغان ادبي ټولنې او خښي كلتورى ټولني له خوا دنامتو ليكوال ، شاعر، كيسه ليكونكى او مطبوعاتي شخصيت عبدالروف قتيل خوږياڼى په درنښت دپيښور دايران دكلتورى مركز دامام خمينى په تالار كښې جوړه شوې وه دغونډې مشر دقامى اسمبلۍ غړى منير احمد خان اوركزى وْ دغونډې مشران ميلمانه استاذ غلام دستګير ړنك، داريانا پوهنتون مرستيال انور ظفرى ، دپښتونخوا دځنګلى چارو وزير واجد على وْ دكوربه په صفت ورسره دافغان ادبى ټولنې مشر اسلام ګل شيرزاد او د خښي او كلتورى ټولنې په استازى توب غلام عمر يوسفزى دميلمنو سره دكوربنو په توګه ناست وْ دغونډې پرانسته د احمدالله احمدزى لـه خوا دقران عظيم شان په تلاوت پيل شوه دغونډې دپرانستې وينا دافغان ادبي ټولني مشر اسلام ګل شيرزاد وكړه ورپسې دافغان ادبى ټولنې مطبوعاتى مسئول فضل قادر انډيوال دافغان ادبى ټولنې مطبوعاتى لاسته راوړنى په ګوته كړى او د ساپى دمركز دمشر امام الدين ساپى ځانګړى پيغام ئې واورولو. ورپسې سيد صابر شاه صابر، تحسين الله تحسين، شيرين اّغا احمد يار ، سيد نقيب سحر، رويد همت ، صوبائى وزير واجد على ، داريانا دپوهنتون مرستيال انور ظفرى او دغونډې مشر او دقامى اسمبلۍ غړى منير احمد خان اوركزى خبرې وكړى او د قتيل ادبي ، كلتورى او مطبوعاتى هلې ځلې ئې وستائيلى غونډې ته دخښي كلتورى ټولنې مشر اجمل اټك له لندن څخه تيلى فون په ليكه خپل پيغام دغونډې برخه والو ته واوروْ ديادونې وړ ده چې دغونډې دنظامت چارې عبدالوهاب څاروان او واحدالله خاكسار په غاړه درلودې پټه دې پاتې نه وي ،چې ډاکټر نصير کامه وال ښاغلي قتيل ته ستاينليک او اېوارډ برابر کړى و او دافغان ادبي ټولنې لخوا ښاغلي قتيل او دافغان ادبي ټولنې مشر قاري اسلام ګل شېرزاد ته پګړى هم وتړل شوې او قتيل صاحب دغونډې په پاى کښې له ښاغلي اجمل اټک او د افغان ادبي ټولنې له غړيو څخه د زړه له کومې مننه وکړه - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته