(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ((مينه )) مجلې دويمه او دريمه ګڼه له يو لړ خنډونو وروسته له چاپه راووته

[18.Jun.2008 - 20:46]
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه چاپېدونکې د (( مينه )) مجلې دويمه او دريمه ګڼه يعنې د ١٣٨٧ هجري نمريز کال د غوئي او غبرګولي د مياشتې ګڼه د يو لړ خنډونو نه پس بالاخره له چاپه راووته د يادونې ده چې مينه مجله چې له نوي هجري نمريز کال نه يې خپل له مينې او خلوص نه ډک ادبي سفر پېل کړے ؤ او وړومبۍ ګڼه ښۀ په وخت او ښکلي انداز کښې چاپ شوه خو دويمه ګڼه له يو لړ خنډونو سره مخامخ شوه او هغه دا چې لکه ټولو د ادب ملګرو ته معلومه ده چې په کوزه پښتونخوا کښې د پښتو د کمپوز او چاپ په کارونو باندې د بره پښتونخوا د وروڼو تسلط زيات دے او د هغوي اکثر پښتو په مائېکرو سافټ ورډ کښې ليکي چې د مائېکرو سافټ ورډ ليکل ښکلي او په وېبپاڼو کښې هم ښۀ په اسانه کارول کيږي خو له بده مرغه د کوزې پښتونخوا پښتو کمپوزران اکثر په اېنپېج کښې ليکل کوي چې د هغو ليکل هم ښکلي نه وي او په وېپاڼو کښې هم نه شي کارول کېدې نو هم له دې امله مونږ مجبور يو چې د مجلې د کمپوز او چاپ کار په پېښور کښې مېشتو د بره پښتونخوا په وروڼو وکړو خو له بده مرغه په داسې حال کښې چې يوه مياشت پس يې د زياتې ګرانۍ له کبله د کمپوز او چاپ بيه ډېره اوچته کړه چې هغه ورسره هم مونږ مجبوراً ومنله ځکه چې د چارواکو د غلطو سياستونو او اقتصادي پالېسيو او له نړيوالو استکباري بېنکونو او صندوقونو سره د وابستګۍ په وجه په دې وروستيو کښې ګراني له اسمان سره خبرې کوي. خو دغو وروڼو راته بيا د املا مسئله راپېدا کړه او د کوزې پښتونخوا د املا له کارولو څخه يې بېخي انکار وکړو او يو نه بلکې چې کوم د بره پښتونخوا د چاپ ادارې دي ټولو راته انکار وکړو لکه چې صلا يې کړي وي په داسې حال کښې چې د کوزې پښتونخوا په املا کښې د پرته يې استعمال په باړه ګلۍ کښې د بره او کوزه پښتونخوا د پښتنو مشرانو په غونډه کښې منلې شوې وه او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو د باړه ګلۍ هغه ټولې فېصلې ومنلې او تر اوسه پرې عمل کوي خو له بده مرغه د بره پښتونخوا اکثر د پښتو کمپوزران وروڼه او حتي د پښتو اکثرو وېپاڼو چلوونکي پرې عمل نه کوي چې دا ډېره د افسوس خبره ده او د پښتو ژبې په ترقۍ او پرمختګ کښې يو غټ خنډ دے. په هر حال په ډېرو زارو منتونو مو د بره پښتونخوا يو د پښتو د چاپ ادارې والا کس راضي کړو او راته يې بالاخره يوه مجله چاپ کړه او زمونږ د کوزې پښتونخوا په املا کښې له نورو راتلونکو مجلو له چاپ نه يې معذرت وکړو. خو له نېکه مرغه مو د کوزې پښتونخوا د چاپ د يوې ادارې ورور په دې خبره راضي کړو چې د انپېج له پخوانۍ رودې نه د مائېکرو سافټ ورډ په لور ګامونه واخلي او هغۀ هم راسره دا خبره ومنله او انشاء الله هيله ده چې اوس به په آئنده کښې هره مياشت مينه مجله په وخت خپريږي. نو په ډېر ادب، مينې او خلوص سره د بره پښتونخوا کمپوزرانو، د چاپ ادارو او وېبپاڼو چلوونکو نه غواړم چې پکار دي په زرو په چاباندې خپله طريقه نه تپي او د کوزې پښتونخوا د ميلينونو پښتنو هم خيال وساتي او په خاصه توګه د پرته يې استعمال هم فعال کړي او که داسې نه وي نو چې څنګه له سياسي لحاظه نن پښتانۀ له خطراتو او مشکلاتو سره مخامخ دي او له سياسي ترقۍ او پرمختګ نه په پېړيو پېړيو وروسته پاتې دي دغسې به خداے مۀ کړه د ژبې او ادب په مېدان کښې هم پاتې راشي. ځکه چې د پښتو متل دے چې په کور کښې بې اتفاقی شي نو اوبۀ اوچې د منګي شي. په اخېر کښې د قلم له خاوندانو او د مينه مجلې مينه والو نه غواړو چې د څلورمې ګڼې لپاره زر تر زره خپل قلمي زيارونه مونږ ته راولېږي چې مينه مجله پرې لا زياته ښکلې کړو. له طرفه د مينه مجلې اداره د رابطې او تماس لپاره: چيف ايډيټر: انور شاهين خانخېل دفتر مينه مجله کوڅه نمبر ٢ غريب اباد روډ ډاکخانه تهکال بالا شاهين ټاون پېښور برېښناليک: [email protected] ټيلفون: 7114566 ګرځنده: 03459047584 وېبلاګ: http://meenapukhto.blogfa.com - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته