(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حاجي عبدالخالق فراهي د اجمل خټک د ناروغۍ پوښتنه وکړه

[26.Jun.2008 - 13:21] په پېښور کې افغان کونسل حاجي عبدالخالق فراهي دافغان ولس مشر حامد کرزي په لارښوونه د کوزې پښتونخوا د نامتو شاعر او ليکوال اجمل خټک د ناروغتيا پوښتنه وکړه ، د خبر له مخې په پېښور کې افغان قونصل حاجي عبدالخالق فراهي ، چې په پېښور کې د افغان فرهنگتون مشر محمدظاهربابري ورسره ملگرتيا کوله ، د صوبه سرحد دنوښار په اکوړه خټک کې ، د اجمل خټک کورته ورغلل او ورسره يې وکتل ، په کتنه کې افغان کونسل عبدالخالق فراهي اجمل خټک ته د افغان ولس مشر حامد کرزي نيکې هيلې ورسولې ، او ورته يې وويل ، چې ولس مشر کرزي ماته دنده وسپارله ، چې داجمل خټک پوښتنه له نږدې څخه وکړي ، اجمل خټک د حامد کرزي څخه مننه وکړه او په خبرو کې يې د لر او بر د پښتنو په ستونزو وغږېدو، او وړانديز يې وکړو ، چې د لرو او برو پښتنو ستونزه يواځې دپښتنو د ملي جرګې له لارې هوارېدى شي ، اجمل خټک له افغان کونسل څخه په دې هم مننه وکړه ، چې د صوبه سرحد په سختو امنيتي شرايطو کې يې دده پوښتنه وکړه او د ولس مشر حامد کرزي ځآنګړى پيغام يې ور ورسولو. - فضل قادر انډيوال
بېرته شاته