(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ورځ مجلې 47 _48گڼه چاپ او خپره شوه

[26.Jun.2008 - 14:02] د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز نشراتي ارگان ورځ مجله په 154 مخونو کې چاپ او خپره شوه . دغه پوهنيزه ، ټولنيزه او ادبي مجله د خپل اتم خپرنيزکال درېيمه او څلورمه گڼه ده ، چې په کې بېلابېل ، سياسي ، کولتوري ، ادبي او ټولنيزې ليکنې خپرې شوې دي. مينه وال له(( ساپي مرکز)) او په ولايتونو کښې له اړوندو نماينده گيو څخه ترلاسه کولى شي . ددې گڼه په لړ ليک کښې لاندې ليکنې خپرې شوې دي : ١- د جدي شپږمه او د دلوې 26 نېټه ٢- داشعارو ډولونه ٣- ليکلارښود( يوه پښتو کره پښتو) ٤- پښتانه د بودايي اشوکا او کنيشکا په زمانه کښې . ٥- خواخوږي. ٦- طالب څوک دى د خپلواکۍ د لارې مبارز که تروريست ؟ ٧- منطق المظفر_ د الفاظو بحثونه. ٨- پښتو بايد سمه وليکل شي . ٩- په اويستا کښې دغوا پوهېدنه. ١� - له تورخمه تر زابله . ١١- کومه ملي ترمنالوژي. ١٢- اوس ، چې څه لرم پښتنو ته به يې ښيم ـــــــــــــــــ مرکه ١٣- انځور داستاني طرحه. ١٤- سپېڅلې نذارنه . ١٥- پشه يي لنډ گرامر . ١٦- فلسفي درسي بنسټونه ـــــ اسلامي فلسفه. ١٧- د بش له امپريالستي دوکتورينو سره د بريژنيف د سوسيال امپريالستي دوکتورينو ورتوالى ١٨- د هېواد ملکي چارې او د څلورم صنف فارغان . د ادب گلکڅونه. ١٩- سمه پښتو وليکئ. ٢� - دارواښاد اميرحمزه بابا ياد. ٢١- د دين نه ليرې والى. ٢٢- د افغانستان بده ورځ ا و د ايران فاشيزم. ٢٣- بش ته پرانستى ليک . ٢٤- د وينې سرطاني ناروغي؛ـ پېژندنه ، درملنه او مخنيونه. ٢٥- د شينوارو په هسکه مېنه کښې پر زيارتونو د خلکو عقيدې. ٢٦.- د ډاکټر کبير ستوري ادب ، سياست او پښتونولي. ٢٧- که هرڅو يې سمومه نه سمېږي. ٢٨- افغان ادبي ټولنه او د هغې جوړېدنه . ٢٩- په ننگرهار کښې د کانکور داړه ماران . ٣� - ستونزه څه ده؟ ٣١- دامريکا پر ټاکنو زړه مه تړئ . ٣٢- په ورځ کښې د ورځو خبرې. ٣٣- نوي رارسيدلي کتابونه او څرگندونې . ٣٤-آيا اوسني پښتو فلمونه د خپلې ټولنې استازي توب کوي ؟. رارسيدلي ليکونه - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته