(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مدير صميم الله خان په مړینه د PSDP غمرازی

[16.Jul.2008 - 15:42] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کونړونو ولایت د پوهنی پخوانی لوی مدیر اود هیواد د ښوونې او روزنې خدمتګار الحاج صميم الله خان په پېښور کې په 14.07.2008 نیټه دورپيښې ناروغۍ له امله 87د کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. اناالله وانااليه راجعون ارواښاد مدير صيب الحاج صميم الله خان دهيواد دښوونې او روزنې دخادم په توګه دهيواد په بيلابيلو برخو کې دزده کوونکو دروزلو په لار کې، دپوهنې په ډېرو مهمو ادارو کې دندی ترسره کړی دی او د پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره یی هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی تل به یاد ساتلی شی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر دهيواد دوتلي ليکوال،ژبپوه اوکره کتونکي استاد محمدآصف (صميم) او خپلوانوسره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼی. ، ارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت فردوس غوښتنه کوي. په درناوي نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party Mohammad Asif Samim sara de Arwakhad Samimullah Khan pa mrenna de PSDP Ghamrazi (Pukhtoonkhwa Khabaryal).- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته