(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه جوړه کړه

[29.Jul.2008 - 15:50] په لومړي ځل د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه د ټول افغانستان د څلور سوه مدافع وکیلانو په هڅو جوړه شوه. په کابل کې د افغانستان له هر ولایت نه د مدافع وکیلانو دخپلواکې ټولنې غړو نن او پرون د ټولنې د مقرراتو په سر جدي بحثونه وکړل. که څه هم د مدافع وکیلانو د کاري لارښود په اړه پارلمان بشپړ قانون تصویب کړی خو د مدافع وکیلانو د مقررو لاېحې ندي تصویب شوي. دعدلېې وزیر سرور دانش وویل چې د مدافع وکیلانو د حقوقو د خوندي ساتلو په خاطر یې دوه کاله د یوی مسودی په جوړولو کار کړی. ډېریو مدافع وکیلانو اشنا تلویزیون ته وویل چې د مدافع وکیلانو د ټولنې د کار له پیل سره به د عدلي سیستم دریم بنسټ هم پوره شي. دغو مدافع وکیلانو ویل چې د قاضیانو او څارنوالانو لپاره ټول امتیازات خوندي ول ولې مدافع وکیلانو منظمه کړنلاره نه لرله. د مدافع وکیلانو د دی ټولنې له جوړېدو سره به په افغانستان کې د زیاتو مدافع وکیلانو د روزنې چاری ګړندۍ شي. دا ډول به د هغو سېمو په محاکمو کې چې مجرمین مدافع وکیلان ونلري، ددی ټولنې له لاری به مجرمین مدافع وکیلان په اسانۍ موندلای شي- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته