(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کی طالبانو درې استخباراتي چارواکي وژلي اؤ ٣� پولیس یې تښتولي دي

[29.Jul.2008 - 15:53] ۲۹/۷/۲۰۰۸: سوات کی طالبانو درې استخباراتي چارواکي وژلي اؤ ٣� پولیس یې تښتولي دي د پښتونخوا د سوات ضلعې په کبل سيمه کې دپوليسوپر يوه څوکۍ ځايې طالبانو قبضه کړې اؤ لږ ترلږه ٣� دمليشې اؤ پوليس عسکر يې يرغمال نيولي دي. په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ځایي طالبانو تر منځ نښتو کې د استخباراتي ادارو درې کسان وژل شوي دي. خو حکومت تر اوسه د دغه رپوټ پخلې کړی نه دی. بلخوا امنيتي ځواکونو سيمه کې ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې ده اؤ لټوني عمليات يې پيل کړي دي. ځايې طالبانو هم مورچې سمبال کړي دي. دامنيتي ځواکونو لخوا رونيال سيمه کې دلټوني عملياتو په ترڅ کې ٧ تندرويان هم نيول شوي دي. همدغه راز خوازه خيله کې دنجونو سکول ته اور اچول شوى دى. پوځيان دکبل څخه داخون کلي په لور پرمختګ کوي اؤ دکانجو ايف سي کيمپ څخه دمټې دتحصيل په نمل اؤ ګټ پيوچار کې دځايې طالبانو پر پټن ځايونو په دمې دمې سره گوله باري دوام لري. له دې وړاندې دسوات تاران سيمه کې امنيتي ځواکونو دسوات دطالبانو دتحريک مشر مولانا فضل الله دموجوديت په اطلاع عمليات پيل کړل اؤدځايې طالبانو شکمن سنگرونه يې په نخښه کړل. دسوات تحصيل کبل کې پر يو کور دگولې لگيدو له امله يو ماشوم مړ اؤ دوه ښځې ژوبل شوې. بلخوا دسوات دطالبانو دغورځنګ وياند حاجي مسلم خان ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل دسوات کبل سيمه کې پر ديولايي نومې پوليس څوکۍ دقبضې په مهال يې ٣� دپوليس اؤ ايف سي عسکر تښتولي اؤ نامعلوم ځايې ته يې بوتللي دي. هغۀ وويل ددغه عسکرو څخه حکومتي وسله هم اخستل شوې ده. بلخوا د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې دناټود ځواکونو لخوا دتوغندي په بريد کې لږ ترلږه ٦ کسان وژل شوي اؤ ٣ نور ټپيان دي. دغه بريد دجنوبى وزيرستان د اعظم ورسک کلي په زيراليټا سيمه کې دقبائيلي مشرسلات خان خيل وزير کور سره پر پيوست مدرسه شوى دى چې مشر يې مولانا جليل ښودل کيږي سرچينې وايي د جليل مدرسه کې ددريوؤ غير ملکيانو دموجوديت په اطلاع دپولې دپورې غاړې څخه ٣ ګائيډ توغنديو له امله ٦ کسان ووژل شول اؤ ٣ ژوبل دي دسرچينو وينا ده دشپې ددريوؤ بجو څخه نيولې شاوخوا ٤ؤ بجو پورې سيمه کې دالوتکو غږونه واوريدل شول چې له دې وروسته د٤ؤ چاؤدنو غږونه هم واوريدل شول. دعيني شاهدانو له مخې دبريدپه مهال هوا کې يوه جاسوسي الوتکه هم وليدل شوه. دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرال اطهر عباس دپيښې پخلى کړى دى خووايي نه پوهيږي چې دغه بريد دتوغندي يا راکټ ؤکۀ نه کومه بمي چاؤدنه شوې ده . جنرال اطهر عباس يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل ائتلافي ځواکونه له څه رقم عملياتو څخه وړاندې مونږ نۀ خبروي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره ځايې روغتون ته رسول شوي اؤ. پوليټيکل چارواکيو دپيښې پلټنې پيل کړي دي له دې وړاندې هم ائتلافي ځواکونو پاک افغان پولې ته څيرمه دپاکستان په انګور اډه بمباري کړې وه چې له امله يې ٨ پاکستاني عسکر ژوبل شوي ؤ. ، همدغه راز دجون پر ١١مه نيټه هم دناټو ځواکونو دپاکستان په مهمند ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځ يوه پوسته په نخښه کړې وه چې لږ ترلږه پکې ١١ عسکر وژل شوي وؤ فاروق فراق- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته