(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان د کرکټ ټیم سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

[29.Jul.2008 - 16:39] ۲۹/۷/۲۰۰۸:د ملايشیا په کولالمپور ښار کې د کرکټ په روانو سياليو کې د افغانستان د کرکټ ټیم د سعودي عربستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه .د لوبـی په پیل کی د بېټينګ لپاره پچه واچول شوه، چی پچه د عربستان لوبډلې وګټله .د عربستان ټوله لوبډله په ٤٩ نهه څلوېښتم اوورنو کې د 172 منډو په جوړولو وسوځېدله او د بېټينګ وار د افغانستان د کرکټ ټیم ته ورسید چی په شپږ ويشتم اوور کې یی د څلورو لوبغاړو په سوځېدو 175 منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته