(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کی دحکومت او طالبانو تر منځ سختی نښتی پیل شوی دی

[30.Jul.2008 - 12:21] دسوات ضلعې په تحصيل مټه کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ سختې نښتې پيل شوي دي. په دغه نښتو کې د٣� طالبانو دوژل کيد اؤ ګڼ شمير نورو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي امنيتي ځواکونو سوات کې دنامعلوم وخت پورې ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې ده. دسوات دميډيا مرکز له مخې مټه سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمينځ نښتې روانې دي چې پکې ٢٥ طالبان وژلي شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه يا ايي ايس پي ار له مخې دسوات دنښتو په مهال د ٢� ؤ څخه نيولې ٢٥ؤ پورې جنګيالي وژل شوي دي خو بلخوا طالبانو حکومتي ادعا رد کړې ده اؤ ويلې يې دې په دغه نښتو کې دهغوي يواځې ٥ ملګري وژل شوي دي. همدغه راز سوات کې دهر رقم تګ راتګ لپاره لارې تړل شوي دي. مټه کې پوځ دپوليس څوکۍ پخپله ولکه کې اخستې ده اؤ په دغه مهال ٥ طالبان ووژل شول اؤ ګڼ شمير ژوبل کړل شوي دي. دسربانډې سيمه کې ځايې طالبانو دامنيتي ځواکونو په يو مرکز بريد وکړو چې له دې وروسته پوځيانو عمليات پيل کړل. ځايې طالبانو مټه کې حکومتي ګاډو، دنجونو سکول اؤ ګورړه، رونيال اؤ سيج بنړ کې درې پلونه په چاؤديدونکې موادو سره الوځولي دي. پر وينئ پوځي پوسته دطالبانو لخوا بريد کې هم ١ يو طالب وژل شوى دى، پر وينئ پوسته اؤ سربانډه سيمه کې هم دطالبانو اؤ امنيتي ځواکونو سختې نښتې روانې دي. طالبانو په مختلفو ځايونو کې دسړکونو په غاړه ولاړې ونې راګزار کړي اؤ سړکونه اؤ لويې لارې يې ددې په مرسته دهر رقم تګ راتګ لپاره بند کړي دي. تيره ورځ ځايې طالبانو سوات کې دديولايي نومې دپوليسو پر څوکۍ قبضه وکړه اؤ لږ ترلږه ٣� دپوليس اؤ ايف سي عسکر يې يرغمال ونيول اؤ نامعلوم ځايې ته له ځان سره بوتلل. ددغه عسکرو دراخوشې کولو لپاره نن دچارشنبې په ورځ سوات کې پوځي عمليات پيل شول. پوځيانو دکانجو ايف سي مرکز اؤ کبل قرارګاه څخه دطالبانو پر سنګرونه ګوله باري وکړه. امنيتي ځواکونو دسوات دمينګورې، کبل اؤ مټې په ګډون ټول سوات کې دنامعلومې مودې لپاره ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې کولو په ترڅ کې دځايې طالبانو په ضد عمليات پيل کړي دي بلخوادپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دامريکا څخه غوښتنه کړې ده چې هغوي دې دجنگياليو په ضد دپاکستان دننه يو اړخيزه عمليات نۀ کوي. امريکايي تيليويزيون سره مرکه کې دپاکستان صدراعظم وويل امريکايي جمهوررئيس سره يې په ليدنه کې هغۀ ته وويل بايديو اړخيزه عمليات ونۀ شي. ښاغلي گيلاني وويل کۀ دبريدونو په شا دامريکا لاس وي نو دا به دپاکستان دخپلواکۍ په ضد گام وي. هغۀ وويل پاکستان دترهه گروپه ضد ممکن عمليات کوي اؤ دگل په ورځ دپاکستان په خاوره دامريکا بريدپه ډاګه دخپلواکۍ په ضد دى. میډیا سره د دغو خبرو وړاندې ښاغلي گیلاني د امریکا جمهوررئیس بوش سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي ؤؤ. د لیدو وروسته، ښاغلي بوش وویل پاکستان د ترهگرۍ پرضد جگړه کې دپاکستان کلک ملگری دی. ښاغلي بوش وویل امریکا تمه لري چې پاکستان به د افغانستان سره گډه پوله باندې د تندلارو پرضد سخت گامونه واخلي. هغه وویل تندلاري د امریکا په گډون د پاکستان هم دښمنان دي. Krieg in Swat - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته