(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښكلا مجله - پرله پسې ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې

[04.Aug.2008 - 11:38] په كندهار كې د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا د خپرېدونكې دوې مياشتنۍ مجلې (ښكلا) ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې. دا ګڼې يو لړ ښكلې او معياري ليكنې، مركې، شعرونه او راپورونه لري چې د مينه والو تنده پرې ماتېږي د ښكلا پرله پسې ۳۴- مه د (شپږم كال، څلورمه، كب_ورى ۱۳۸۶ – ۱۳۸۷ ل) ګڼه چي په ۸۸ مخونو كي چاپ سوې ده، د ادارې پر يادونه سربېره د پوهنملي رحيمې رشيد، استاد نوميالي، محمدمعصوم هوتك، هارون خپل، محمدابراهيم همكار، عصمت زهير، ماښام خټك، عبدالكريم عامر، انور وفا سمندر، پوهنمل محمود نظري، ډاكټر زكريا ملاتړ، حيات الله رفيقي، اسدالله جلالزي، صابر خان بېريا، انجينر محمدحسن نعيمي، رفيع الله ستانكزي، رحمت آريا، غلام ولي نوري، عبدالنافع ثنا او پروفيسر عبدالخالق رشيد علمي، تاريخي، سياسي او ادبي ليكني او ژباړي خپرې سوي دي. همدا راز ښاغلي لوستونكي د ښكلا مجلې په دې ګڼه كي د ((قاموسونه ډاټ كام)) له مسئول چلوونكي احمدولي اڅكزي سره يوه په زړه پوري مركه هم لوستلاى سي. د ښكلا مجلې په پرله پسې۳۵ - مه د (شپږم كال، پنځمه ګڼه، غويى_غبرګولى۱۳۸۷ ل) ګڼه كي چي په ۸۸ مخونو كي چاپ سوې ده، د افغانستان د مشهور منجم ښاغلي عبدالله كندهاري سره يوه مركه ترسره سوې چي د افغانستان پر روانو سياسي حالاتو يې اوږده بحثونه پكښي كړي دي. د ښكلا په همدې ګڼه كي د ادارې پر سرمقاله سربېره د پوهنملي رحيمې رشيد، استادنوميالي، محمدمعصوم هوتك، هارون خپل، عبدالاحد پيغام، عبدالله پيكار، شرر ساپي، پوهنمل محمود نظري، عبدالله شاه ژوندون، انجينر محمدحسن نعيمي، رحمت آريا، غلام ولي نوري، عبدالنافع ثنا، پروفيسر عبدالخالق رشيد، ميرويس جلالزي او شيراحمد حيدر علمي، تاريخي، سياسي او ادبي ليكني او ژباړي خپرې سوي دي. چي درانه لوستونكي يې په افغانستان او خارج كي د ګډون په كولو له لاندي ادرسونو څخه ترلاسه كولاى سي. د اړيکو او ترلاسه کولو لپاره :

ښکلا مجله موسی خان سړک هرات دروازه - کندهارښار افغانستان E-mail: [email protected] Call & SMS +93700311279

په بهر کي د ښکلا ترلاسه کولو ، يا په ښکلا کي د تجارتي اعلانونو دخپراوي لپاره په لاندي پته تماس ټينګ کړئ :

Skala Magazine Post Box No. 4400 2003EK HAARLEM The Netherlands Call &SMS +31622303611

قلموال، مرڅله او بېنوافرهنګي ټولنه - افغانستان Benawa Cultural organisation - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته