(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ کې شورا جوړه شوه

[04.Aug.2008 - 22:33] په کونړ کې د نږدې درې سوه قومي مشرانو او ديني عالمانو په يوه دوه ورځنى غونډه کې په سيمه کې د امنيتي او نورو ستونزو د حل لپاره يوه پنځوس کسيزه شورا جوړه شوه . ياد شوي کسان د کونړ په مرکز اسداباد کې په 31.072007 اوپه 01.08.2008نیټه سره جرګه شوي وو، چې په کونړ کې د نا امنيو په لاملونو خبرې وکړي او حل لارې يې ومومي . د غونډې په دويمه ورځ د شورا لپاره ټاکنې وشوې او له هرې ولسوالۍ څخه يو ديني عالم، يو قومي مشر او يو جهادي قوماندان وټاکل شو او پرېکړه وشوه ، چې په دغه شورا کې به په ملي او ولايتي شوراګانو کې دکونړ د خلکو استازي هم ګډون لري د هېواد په ختيځ زون کې له پاکستان سره په پوله پروت ولايت کونړ دا مهال د هېواد له ناامنو ولايتونو څخه دى . دغونډې يوتن ګډونوال قومي مشر مولوي محمد هاشم منيب وايي چې ياده شوې شورا به له دولت او خوابدو افغانانو سره خبري کوي، خو په دې شرط ، چې دولت بشپړ واک ورکړي. دکونړ د ولايتي شورا مشر حاجي عبدالولي خان هم وويل چې دا شورا هغه وخت کاميابه کېداى شي ، چې دولت پرې پوره باور وکړي او دجرګي د پريکړو دعملي کولو په برخه کې مرستې وکړي هغه زياته کړه : (( که چېرې داسې وشي، موږ ډاډه يو چې امنيت به ښه شي او دغه جرګه به کاميابه شي . )) دغه راز دغونډې يو بل ګډونوال ، جهادي قوماندان او د مرورۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي حضرت رحمان وويل: (( موږ ته بايد جمهور رئيس ډاډ راکړي، چې په ريښتنې ډول زموږ ملاتړ کوي او په پريکړو کې بشپړه واک راکړي، موږ به له مخالفينو سره خبري کوو ، په دې شرط چې دمخالفينو هم روا شرطونه ومنل شي او هغوى ته امتياز ورکړل شي. )) هغه زياته کړه چې په دې جرګه کې بايد د افغانستان د نورو سيمو خلک هم برخه واخلي او په هره سيمه کې، چې امنيت خراب وي او يا بل کوم مشکل وي دغه جرګه به په شريکه ورځي او هغه ستونزه به له منځه وړي . دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي په دې اړه وويل : (( موږ به دې شورا ته بشپړه واک ورکوو او دا به د ولايت رهبري شورا وي، څو د اولس اودولت تر منځ د باور پل ټينګ کړي . )) هغه وويل چې ددې شورا د غښتلې کولو لپاره به له ولسمشر سره هم خبري وکړي او حکومت به ددې شورا د هرې پريکړې د عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي . دغونډې په پاى کې يو پرېکړه هم صادر شو . په پرېکړه ليک کې د افغانستان له اسلامي جمهوريت او يادې شوې پنځوس کسيزه شورا څخه د ټينګ ملاتړ تر څنګ، د نشه يې توکيو د کر ، استعمال او پټ لېږد پر ضد پر مبارزه ټينګار شوى دى . دغه راز ددې پرېکړه ليک د ملت د عقايدو پر خلاف د رسنيو د غير اخلاقي او غير شرعى خپرونو مخالفت شوى او په کې راغلي چې رسنيو ته بايد اجازه ورنه کړل شي ، چې دحکومت شرعي او اسلامي حيثيت د اولس پر وړاندې زيانمن کړي. په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې، چې د کونړ ولايت چې يو سرحدي او دا مهال ناامن ولايت دى ، دفاعي او امنيتي تشکيلات پياوړي او په عصري وسلو او وسايلو سمبال شي او هلته بنسټيزې پروژې پلې شي. همدا شان په پرېکړه ليک کې له دولت څخه راستنېدونکيو کډوالو ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولو غوښتنه شوې او له ايتلافي ځواکونو څخه غوښتنه شوې ، چې د اولس د ځوررونې ،ډارونې او بې ځايه تلاشيو څخه ډډه وکړي، ترڅو د ملت او حکومت اړيکې ټينګې او ډاډ من امنيت تامين شي . د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي : (د افغانستان اسلامي جمهوريت اسلامي دولت بولو او د اسلامي اصولو له مخې، ددې دولت د چارو د تنظيمولو او په سر ته رسولو کې پوره هڅه او هاند کوو. ) ياده شوې غونډه په ملي شورا کې د کونړ د خلکو د استازو په مرسته جوړه شوې ده . بلخواپه ۱/۸/۲۰۰۸ نیټه دمروری ولسوال او د پښتو ژبـی تکړه شاعر ښاغلی محمد غیاث حقمل په خاص کونړ کی خپل کور ته په لار ؤ چی دطالبانو له خوا وتښتول شو.
ښاغلی محمد غیاث حقمل یی نامالومه ځای ته یی رسولی چی تر اوسه یی نور مالومات لا لاس ته نه دی راغلی KABUL: Mohammed Ghias Haqmal, the district chief of Marawar district in eastern Afghanistan’s Kunar province, was kidnapped by Taliban militants on Friday night, Shafiq Hamdam who works for the international troops in east Afghanistan told Xinhua. Meanwhile, the purported Taliban spokesman Zabihullah Mujahaid claimed responsibly for that abduction. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته