(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسپين بولدك قومي مشرانودقومونوديووالي غوښتنه وكړه

[06.Aug.2008 - 22:14] Kandahar RTA:دسپين بولدك ولسوالي قومي مشرانو ديوي غونډي په ترڅ كي دقومونوترمنځ ديووالي غوښتونكي شول نوموړې غوڼده دكندهارولايت دسپين بولدك په سرحدي ولسوالۍ كي دسلګونوقومي مشرانو، دين عالمانواوسپين ږيرولخواجوړه سويوه، دغوڼدي هدف په سپين بولدك ولسوالۍ كي د واده پرموټرونودماين دچاودني غندل وه كوم چي دناوي اوزوم په ګډون دوولس تنه لويان اوكوچنيان پكښي په شهادت ورسيدل. دغونډي ګډونوالوسره ددې چي دغه ناوړه پيښه يي سخته وغندل پرخپلوخلكويي ږغ وكړترڅو سره يوسي اوداتفاق اواتحاد له لاري ددغه ډول غمناكوپيښومخنيوۍ وكړي. غونډي ته يوشمير قومي مشرانو ويناوي وكړې چي دخپلوويناووپه ترڅ كي يي د افغانستان داسلامي جمهوريت څخه خپل ملاتړاعلان كړ اودايي خپله فريضه وبلل ترڅودخپل منتخب ولسمشرترشا ودريږي. دسپين بولدك ولسوال ګل محمد خان دقومونو ترمنځ دداډول غونډو جوړول دملي يووالي نښه وبلل اودايي دسولي اوثبات په راوستوكي ډيرمهم كاروباله، ده هم په خپل وارسره د واده پرموټرانو دماين چاودنه سخته وغندل اودايي دوطن اوخلكوددښمنانوكاروباله، ده له قومي مشرانوڅخه غوښتنه ترڅوپه خپلومنځوكي اتفاق اواتحاد راولي اودښمن دې ته پرينږدي چي زموږخوښۍ په غم رابدلي كړي، ده دقومونوپريووالي په ټينګارسره وويل چي كه موږ سره يو يو نو بيابه هيڅوك هم پرموږ دبريدنيت ونه كړي. عزت الله عزت - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته