(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنرال پرویز مشرف به د اعتماد نوې رایې اخلي

[08.Aug.2008 - 10:32] وی او ای ډیوه: د پاکستان واکمن ایتلاف د جمهوررئیس پرویز مشرف د مواخذې فیصله اعلان کړه. د ایتلاف مشرانو اصف علي زرداری، میا نواز شریف ښاغلي مشرف باندې په یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس کې یو شمېر جدی تورونه ولګول. ښاغلي زرداري وویل پرویز مشرف وعدې ماتې کړی. د اساسي قانون سرغړونه یې کړې، ادارې یې کمزورې کړي. او په پختونخواه او قبایلي سیمو کې یې ګډوډي رامنځ ته کړي دي. نوموړي زیاته کړه پرویز مشرف به د نوي پارلمان او صوبایي اسمبلیو نه د اعتماد نوې رایې اخلي او دهغې وروسته به د جمهوررئیس مشرف مواخذه کېږي. د مشرف د ائنده سیاسي رول په اړه واکمن ایتلافي ګوندونو درې ورځی په اسلام اباد کې په خبرو بوخت وو. په دغو خبرو کې د پیپلز ګوند مرستیال مشر اصف علی زرداري مسلم لیګ مشر نواز شریف، د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او عوامي نیشنل ګوند مشر غړی حاجي عدیل برخه لرله. نوموړې یې په هیواد کې په ګډوډۍ ائین ماتولو، قاضیان لری کولو او د بجلۍ بحران او یو شمېر نورو خبرو باندی تورن کړی دی. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته