(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

م.م پرافغان ماشومانو زورياتي اندېښمن کړي دي

[10.Aug.2008 - 22:21] 10.08.2008بی بی سی ، محمود کوچی:د ملگرو ملتونو يو لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د زور زياتي له امله اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي د هغو کسانو دوسيې په سمه توگه نه پلټل کيږي چې پر ماشومانو جنسي تېرى کوي تر څنگ يې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو ټولنو هم ويلي چې په دغه هېواد کې له ماشومانو سره زور زياتى مخ په ډېرېدو دى . په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو يوه نادولتي اداره هم وايي چې دغلته د قانون د نه پلې کېدو په وجه پر ماشومانو د جنسي تېريو پېښې ډېرې شوې دي . د ملگرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي چې په دې وروستيو کې افغانستان ته راغلى وايي چې ډېر ژر به ملگري ملتونه د افغان ماشومانو په وړاندې د زور زياتي او جنسي تېريو بشپړ رپوټ خپور کړي . د ملگرو ملتونو د ماشومانو د برخې ځانگړې استازې راديکا کومارا سوامي وايي ملگري ملتونه په پام کې لري چې په افغانستان کې به د ماشومانو سره د زور زياتي په کمولو کې د څار په موخه د رپوټولو لړۍ پيل کړي . په همدې ترڅ کې د بشري حقونو او په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو ټولنه هم په دغه هیواد کې پر ماشومانو د جنسي تېريو زياتوالى د اندېښنې وړ بولي . د افغانستان د بشري حقونو د نا دولتي ټولنې مشر لعل گل په دې برخه کې د سيمه ييزو ادارو ناغيړي، او د ماشومانو سره د زور زياتي کوونکو د دوسيو نه پلټل هغه څه بولي چې په وينا يې د دغو پېښو په شمېرکې زياتوالى راوستى، هغه وايي چې په وروستيو دوو مياشتو کې يې پر ماشومانو د جنسي تېريو پنځه پېښې ثبت کړي دي . د بشري حقونو دغه چارواکى په افغانستان کې جگړه مارې ډلې، نا مسووله وسله وال او له قانونه سرغړوونکي هغه کسان بولي چې اوس هم په سيمه ييزو ادارو يې راج چلېږي، د هغه په وينا پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي هم همدغه کسان دي . ښاغلي لعل گل همدا راز د افغانستان پر يو شمېر امنيتي ځواکونو هم تور ولگاوۀ، چې پر ماشومانو د جنسي تېريو په پېښو کې ښکېل دي، خو امنيتي ځواکونو په دې برخه کې کوم غبرگون نه دى ښودلى . تر دې وړاندې هم د افغانستان د ښځو په برخه کې ځينو ټولنو پر مېرمنو د جنسي تېريو رپوټونه خپاره کړي او له حکومته يې غوښتي ول چې په دې برخه کې کوټلي گامونه اوچت کړي . تېر کال د افغانستان د بشري حقونو په ماشومو نجونو او هلکانو د ٨٥ پېښو رپوټ خپور کړى و، په ټوله کې دغه ټولنې وايي که چېرته افغان حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو په برخه کې پټه خوله پاتې کېږي، نو پر حکومت به د خلکو باور راکم او پيدا شوى واټن لا پسې وغځوي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته