(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دالفت مجلی ۳۴مه ګڼه جاپ شوه

[12.Aug.2008 - 11:27] د دانش خپرندويې ټولنې د ادبي- کلتوري خپرونې، پرله پسې ٣٤ ګڼه دمجيب الرحمان انګار په مديريت كې د چاپ په پساله وپسولل شوه. د الفت ددې ګڼې پر پښتۍ د پياوړي افغان انځورګر او خطاط همايون عاطفي انځور او د هغه د انځورونو څو بېلګې راوړل شوې او په څنګ کې يې د "بهيج انګليسي- پښتو سيند" د پښتۍ انځور له دغو ليکلو سره راغلى: "د پښتو ژبې د سيند کښنې د تاريخ تر ټولو بډايه لومړنى انګرېزي- پښتو سيند، چې يو نيم لک (١٥� � � � ) رنګارنګ پوهنيز، ادبي، تخنيکي او نور وييونه (لغات) له هر اړخيزه ماناګانو، پښتو انډولونو، ساده وينګ، ګړنو او بېلګو سره يو ځاى لري". دغه راز يې د پښتۍ پر دويم او درېيم مخ د ښاغلي عاطفي او د هغه د هنر پېژندنه د "جادويي ليک او نقاشي" تر عنوان لاندې چاپ شوې. د الفت په دې ګڼه کې له سرليکنې وروسته دغه ليکنې چاپ شوې: عيسى عليه السلام، د زاهدي احمدزي ليکنه. که ځواکونه ووځي، د استاد محمد آصف صميم ليکنه. په کلتوري اړيکيو کې د مورنۍ ژبې دنده، د امين الله دريځ ليکنه. په هندوستان کې افغان نوابان، د دوکتور عبداللطيف ياد طالبي ليکنه. د قامونو غله، د اعتباري ليکنه. تکل او ولسي ادبي جرګه، د محمد زبير حسرت ليکنه. ادبي قاموس، د حميدالله محمدشاه ژباړه. الفت پېژندنه، د احمد صميم لينه. تاويزات، د سعدالله جان برق طنز. سالا پټهان هى، د عنايت الله کاکړ لنډه کيسه راغلې. د الفت ددې ګڼې په تله کې دغه لاندې ليکنې د ليکوالو له خوا کرول شوې: د سپيناوي سپيناوى، مبارز څاپى. خبرلوڅ تصويرونه، رحمت شاه سايل. پر ګلپاڼو مَېن بلبل، احسان الله درمل. ګمراهانو ته په مخ کې آيينه ږدم، فيصل فاران. اورنګ صميم او د کږلېچونو کاروان، ارشاد رغاند. د الفت ددې ګڼې په "انځورونه" مخ کې د پوهنوال رسول باوري، استاد حبيب الله رفيع، داود اعظمي، عبدالله احسان، محمد عمر واحديار، دواخان مينه پال، عنايت ساپي او نېک محمد سهاک انځورونه چاپ شوي. الفت دا ځل له خپلو مينه والو لوستووال غوښتي، چې د خپلو سيمو د ليکوال او شاعرانو انځورونه هم د خپرولو لپاره ورته راواستول شي، چې دادى دغه غوښتنې يې تر تاسو هم در رسوو. Ulfat Majala Danish Khparandoya tolana - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته