(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشرف له استعفا پرته بله لارنه لري

[12.Aug.2008 - 20:55] وال ستريت ژورنال ـ د پاکستان د واکمن ائتلاف مشرانواصف زرداري او نوازشريف له ډېروبحثونو وروسته بالاخره پرېکړه وکړه چې ولسمشرمشرف استيضاح يامواخذه کړي. خو اټکل کېږي چې ښاغلى مشرف به ښايي په يوه اوونۍ کې استعفاوکړي.هغه نه په پارلمان کې کافي ملاتړ لري او نه د ولسي فشارپه وړاندې د پخوا په شان د امريکا اوپوځ له ملاتړه برخمن دى .خوله دې سره سره د وال ستريت ژورنال په نظرداسي نه ښکاري چې دمشرف له ګوښه کېدو سره به دپاکستان ستونزې هوارې شي . دپاکستان دپيپلزګوند مشراصف زرداري اود نوازمسلم ليګ ډلې مشرنوازشريف دواړه له مياشتو مياشتو راهيسي په سياسي اوشخصي ملحوظاتوله واکه دمشرف دلېرې کولوهلې ځلې کوي . ولسمشرمشرف په ١٩٩٩ کې دنوازشريف حکومت ړنګ اوهغه يې په سعودي عربستان کې جلاوطن کړ.نوازشريف له نژدې اته کاله تبعيد وروسته تېرکال دسعودي عربستان دفشارپه نتيجه کې اجازه پيدا کړه چې خپل هيوادته ستون شي اصف زرداري هم دمشرف له لوري شپږ کاله بندي وواوبيا پرېښودل شو چې له هيواده ووځي اوله خپلې جلاوطنې مېرمن سره په دوبۍ کې واوسي . بېنظيربوټو دتېرکال په اکتوبرکې پرېښودل شوه چې خپل هيوادته ستنه شي .هغې تروژل کېدو دوه مياشتې مخکې پر پروېزمشرف تور لګولى وو چې د دې د وژلوهڅه کوي . دوال ستريت ژورنال دمقالې دليکوال په نظر زرداري اوشريف د سياسي اغراضولپاره يوبل ته دهمکارۍ لاسونه ورکړي. له مشرف سره دامريکا ترفشارلاندې د زرداري همکاري دپيپلزګوند ځيني غړي اوفراکسينونه چې له پخوا وختونودامريکا اوپوځ خلاف دي ،خوابدې کړې دي . په عين وخت کې ښاغلي نوازشريف د مشرف اوامريکا پرضد د دريځ په غوره کولوسره ،په خلکوکې خپل محبوبيت زيات کړ. خود وال ستريټ ژورنال په نظر د ولسمشرمشرف ترټولولويه تېروتنه دا وه چې له تروريزم سره جګړې ته يې توجه کمه کړه،هغه په دې توګه بې له دې چې دخپلو خلکوملاتړخپل کړي ،دامريکا ملاتړهم له لاسه ورکړ. له ډېرې مودې راهيسي امريکادپاکستان په قبايلي سيمو کې له تروريزم سره په جګړه کې دپاکستان په نه همکارۍ خوابدې ده.امريکا په عين حال کې دپاکستان پرغښتلې استخباراتي ادارې آى ايس آى ، چې له مشرف سره نژدې ده ،تورلګولى چې په کابل کې يې دهند پرسفارت دتېرې مياشتې په حملې کې لاس درلود. دپاکستان صدراعظم سيديوسف رضاګيلاني دامريکا په وروستي سفرکې وويل چې آى ايس آى به نور د لوى درستيز يا مشرف پرځاى د ملکي حکومت ترلاس لاندي وي . خو مشرف دخپل قدرت کمېدلوته غاړه کښېنښوده.هغه پرملکي حکومت تورولګاوۀ چې آى ايس آى سياسي کوي اوپه دې ډول ملي امنيت له خطرسره مخامخوي . وال ستريت ژورنال نتيجه اخلي چې امريکا فکرکوي چې مشرف په خپلو خلکو کې محبوبيت نه لري اوداسي نه ښکاري چې پوځ دې نور د دۀ ملاتړوکړي نو دى نور موثر او ګټور نه دى اوتردې ښه دا ده چې له نوي ملکي حکومت سره همکاري وکړي . له تاند څخه په مننه - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته