(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو سیاسی او روحانی مشرافضل خان لالا پرکور د بريدغندنه

[13.Aug.2008 - 17:05] سوات : د ۲۰۰۸ ع کال د اګست د میاشتی په ۱۲ مه نیټه د شپی په یوه نیمه بجه په درشخیله کي د پښتنوپه سیاسی او روحانی مشر ، ښاغلي خان لالا محمد افضل خان او د خان لالا د وراره په کورونو دپښتون قوم ددښمنانو له خوا د راکټ لانچرونو غلچکی بریدوشو چی د کورونو ودانیو ته یی زیان ورساوه او د خدای ج په فضل د سر تاوان ندی شوی. د ا دڅو مياشتو په دننه کي دریم ځل دی چي پر پښتون قامي مشر خان لالا محمدافضل خان او د هغه د کورنۍ پر غړو وسله وال بريدونه کيږي پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرتابه دفتر د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت پر ستر لارښود ، لیکوال ، ملی مبارز او د عوامی نشنل ګوند پرمرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » په کور باندی د راکټـونو غلچکی او غیراسلامی برید په کلکه سره غندی او پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به د پښتنو د مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پر دوپالو موخو ته ونه رسيږی . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته