(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کي د افغاني ميرمنو د انځورونو ګالری پرانيستل کيږي

[13.Aug.2008 - 21:00] DW:13.08.2008 د چارشنبې په ورځ د آلمان د بن دښار په دويچې ويلې کي د افغاني ميرمنو د انځورګرۍ د اثرونو ګالری نندارې ته وړاندې کيږی ... دداسې يوه هیواد نندارتون چې څوکاله مخکې يعني د طالبانو د قدرت په دوره کې نه ورته د انځورونو د ايستلو اجازه وه، نه هم د يوه بل فرهنګی جوړښت د ودې لار . حتی لرغوني آثار هم د اسلام په نامه نا روا وبلل سول ،او له منځه يوړل شول . افغانستان چې د جګړې په کلونو کې يی دکلتوری او فرهنګی پلوه ډير کړاوونه زغملی، او د کلتور او فرهنګ ددښمنانو لخوا يی د هر ډول کلتوری نوښت او پرمختګ مخه نيول شويده، دادی بيا په دغه لارکي ګامونه پورته کوی . دافغانی ميرمنو د انځورګريو نندارتون نه يواځي د افغانستان فرهنګی څيره را په ګوته کوی ،بلکه په سياسی لحاظ هم د هيواد د فرهنګ د پرمختيا په بهير کې د ښځو ونډه ښيی . دغه نندارتون يا ګالري لومړی په برلين کې هم ښودل شوې وه. آیګل چيمچي،چه ددغو انځورګرو سره يي په برلين کې خبري کړي ليکي: آسمان ښکلی او شين دﺉ او هوا په زړه پوری توده. خو ددې پر ځای چې سړﺉ په آزاده هوا کي کښينی ،چای يا قهوه وڅښی، کمره مينان ، عکاسان او سياستوال د زاکسن د ايالت دولتی ماڼۍ ته ځانونه رسوی . دلته يو ښکلی سپين سالون، چې سپين ظريف غولی لری ،د ميلمنو د راتګ څار کوی .څلورو خواوو ته ديوالونه په ځوړنده انځورونو سمبال شويدی . په منځ کې څلور ځواني ميرمنې ولاړې دی . په خورا شرم او حيا پوښتنو ته غوږ نيسي ، او دکمرو څخه مخ اړوی .ځينو يې تور ويښتان په وريښمين پوړني پټ کړي دی. دغه څلور انځورګرې ميرمنې د لومړی ځل دپاره خپل اثرونه دافغانستان څخه دباندي نندارې ته وړاندې کوی .19کلنه شينکۍ يوه له هغو څخه ده . دا وايي: «هنر زما لپاره زما دشخصيت هنداره ده، يوه لار او دزړه دبړاس رابهرول . د انځورولو د لارې ما پر ځان باور ترلاسه کړﺉ دی. مخکي زموږ په ټولنه کې ښځې پټې وې او نه ښکاريدې، اوس د هنر د لاري د هغه څه دپاره چې موږ فکر کوو ځان خپلواکه احساسوو.» تر ټولو زيات دا يوه غصه او قهر دﺉ چې په انځورونو کې رابرسيره شوﺉ دی. په تنګو چوکاټونو کې د ښځو ځای سوي څيرې، يو دبل په سرو په سترګو،شونډو او چادريو ومښلول سوې . دوې ټولې د شلو کالو د عمر په پيل کې دي . دوی د طالبانو د قدرت څخه لږ وروسته نړۍ ته راغلي دي . جګړې او ناامنۍ ددوی ژوند تر اوسه تر اثر لاندې نيولی دﺉ . ښونځی ته تګ يا په خپله پريکړه کول ،تل په جګړې پورې اړه درلوده . خو نن ورځ د انځورګرۍ په برسونو باندي خپل هويت او ډار ته رنګ ورکوی . دوی دغه هنر د رهرو عمرزاد په هنری مرکز کې زده کړی دی چې په ۲۰۰۴ عيسوي کال کې جوړ شوی ، او د ښځو ونډه پکښی زياته ده. عمرزاد د هنری مرکز په هکله وايي : «زموږ سره ددولت له خوا مرسته نه کيږی، موږ بايد خپله د ځان غم وخورو. دا په افغانستان کې بيخی نوې ده، مخکې د هنر څخه د تبليغ د وسيلې په حيث ناوړه استفاده کيدل ،خو زه فکر کوم چې لومړی ټولنه وده کوی او ديموکراتيک هنرپه ځان پوری تړی او موږ دقيقآ همدا غواړو چې وښيو.» اوس د کابل د هنر په اکاډيمی کې 23 تنه نجونې زکړه کوی، د منځ لارو کورنيو لوڼې. د طالبانو په دوران کې د انسانانو اوڅارويو انځورول په قمچينې وهلو جريمه کيدل. د الله په نامه د انځورولو بندښت . خود په زړه پورومنظرو د انځورولو او مشاقۍ اجازه وه.چه هغه اوس ددغو ميرمنو په انځورونو کې نه ليدل کيږی. شینکی او ددې ملګرې ځانونه مسلماني بولي. شينکۍ وايي: «اسلام او هنر زما دپاره سره مخالف اړخونه نه دی .انځورګرۍ تل په مذهب کې رواج درلود. موږ بايد دې ته يواځې پرمختيا ورکړو او وښيو چې زموږ نظر هم د اسلام يوه برخه کيدلای شی .» خديجه او شينکۍ اوددوی ملګرې غواړې کليشې ماتې کړی اوبندونه ليرې کړی، لکه په هندوکش کي . له دې امله دوی نه يوازی تحصيل کوی ،بلکه په نورو ټولګيو کې هم زده کړه ورکوي، او دافغانستان په ولايتونو کي دنجونو سره ګوری . بلاخره سړﺉ کولای شی نه يوازی په خبرو او لوی سياست څه ته بدلون ورکړی ، بلکه د برس اورنګ په واسطه هم .- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته