(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوګر کې د ښځینه کارکونکی وژل شوی

[14.Aug.2008 - 21:11] د لوګر ایالت چارواکی وایي چی ۱۳/۸/۲۰۰۸ مه نیټه له غرمی وروسته وسله والو درې بهرني ښځینه مرستندویه کارکونکي وژلي دي. په دغه پېښه کې د دوي ډرئیوار هم وژل شوې دی. د لوګر والي یا ګورنر عبدالله وردک ویلي چې د نړیوالې ژغورنې کمیټۍ درې ښځینه کارکونکي چې برتانیه نژاد کینډایي، کینډایي او ټرنیډاډ نژاد امریکایي دي لوګر نه کابل ته په سفر وې چې شکمنو طالبانو په دوي برید وکړو. افغان کورنیو چارو وزرات ویاند زمري بشرې ویلي د پېښې پلټنې روانې دي او دغه برید یې په نړیوالو مرستندویه کارکونکو د ټولو خونړې برید وبللو. د اې ار سي رئیس جارج پاپ ویلي اداره ېې په پېښه ډیره غمژنه ده. د اې ارسي اداره بیرته ستنیدونکو افغان کډوالو ته بیړنې امداد ، د اوبو، صحت ، اود صفایۍ اسانتیاو کې افغانستان حکومت سره مرسته کوي. د برید ورسته اې ار سي په افغانستان کې خپلې فعالیتونه ودرولي دي. ملګرو ملتونو هم د نني برید غندنه کړې ده - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته