(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسمشرکرزي دمحمد افضل خان لالا پرکور بريد وغنده

[16.Aug.2008 - 21:31] ولسمشر حامد کرزي د پښتنو روحانی اوسیاسی مشر، پښتون سياستمدار محمد افضل خان «خان لالا» پر کور د ځايي وسله والو طالبانو بريد په کلکه وغنده . د پښتونخوا ايالت د سوات په ناامنه سيمه کې د ۲۰۰۸ ع کال د اګست د میاشتی په ۱۲ مه نیټه د شپی په یوه نیمه بجه په درشخیله کي ځايي وسله والو طالبانو د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي غړي او پښتون سياستمدار محمدافضل خان لالا پر کور بريد کړى ، چې افضل خان لالا له دغه ترهګريز بريد څخه روغ وتلى دى . د افغانستان دملی تلویزون RTA د 15.08.2008 نیټی په خبرونو کی وويل شول، چې ولسمشر حامد کرزى، دغه بريد په کلکه غندي. ولسمشر ويلي چې د سيمې د سولې او ثبات دښمنانو تل هڅه کړې، چې قومي مشران، مخور ، علماء او نور هغه خلک ، چې د ترهګرو د فعاليتونو د مخنيوي هڅې کوي، له منځه يوسي . حامد کرزي له ياد شوي بريد څخه د افضل خان لالا په روغ وتلو خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د سيمې د ارامۍ او امن دښمنان له دا ډول بريدونو سره نه شي کولى، چې د قومي مشرانو او مخورو محبوبيت په ولس کې کم کړي . د يادونې وړ ده ، چې څو مياشتې مخکې هم پر افضل خان لالا بريد شوى و، چې نوموړى پکې سخت ټپي شوى و . Walasmashr Karzai de Mohammad Afzal Khan Lala per Kor Breed waghanda - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته