(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني دافغاني پوليسود روزني سره مرسته کوي

[16.Aug.2008 - 22:17] DW:د جرمني په پارلمان کښي د اقتصادی ګډ کار د وزارت دولتي سکرتره کارين کورټمن په افغانستان کي د پوليسو د روزني لپاره د ډير کومک څخه خبري کړي دي . دې په دوسيلډورف کي د افغانستان د بيا ودانولو په هکله جوړي شوي يوې غونډي کي د جرمني د کورنيو چارو پر وزارت انتقاد وکۍ ، او ويې ويل چه دوی په دغه برخه کي لږ کار کوي . په عين حال کښي دې د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکۍ،چه پخپله د رشوت ، اختلاس او مخدره موادو پر ضد عمل وکي . کورټمن وويل چی هلته په اختلاس کي په مليونو پيسې کښته او پورته کيږي . په دغه لار کي بايد بين امللي ټولنه د پيسو او کومکونو ښه تره کنترول وکي ، او د سند ښکاره کولو پر مکلفيت باندي ټينګار وکي . د کورټمن د وينا پر اساس د افغانستان څلور وزارتونه لکه دکورنی چارو، بهرنیو چارو،دفاع او ګډ اقتصادی کار د افغانستان د بيا جوړولو لپاره د کال 140 مليونه ايرو مرسته کوي . هلته جرمني د تعليم او تربيې په برخه کي مخکښ دی . ددې وزارت د مکتبونو د جوړولو او ښونکو د روزلو تر څنګ د اوبو د برابرولو او تهيه کولو وظيفه هم پر غاړه لري . په دغه برخه کي جرمني ډير برياليتوب هم لري . خو د نظامي عملياتو او ترهګري حملو له کبله متآسفانه لکه څنګه چه لازمه وه، هغه ډول ندي . د افغانستان سره د بين امللي ټولني مرسته نه يوازي د لسو او شلو کلو لپاره، بلکه تر هغه هم د ډيري مودې لپاره لازمه ده . Germany de AfghaniPoliceo de rozani sara mrasta kawi DW- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته