(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمهوری ریاست ته ځان نه کاندیدوم

[17.Aug.2008 - 21:47] :17.08.2008د عوامي نيشنل ګوندANP مشرښاغلی اسفنديار ولي خان وویل چی دمشرف د لیری کیدو وروسته به د پاکستان جمهوری ریاست ته ځان کاندید نه کړم، ده پدی اړه هغه رپوټونه او اوازی رد کړی چی پدی وروستیو ورځو کی په خبری رسنیو کی خپری شوی دی. بلخوا ښاغلی اسفنديار ولي خان نن د پيپلز پارټئ PPP شریک چیرمین ښاغلی اصف علي زرداري سره په اسلام اباد كي د پاكستان د روانو حالاتو، د جنرال مشرف د مواخذی او په قبايلي سيمو كي د طالبانو پر ضد د روانو عملياتو په اړوند اوږدی خبری اتری وکړی . ددی اوږدی لیدنی کتنی په هکله نور جزیات ندی ورکړی شوی. President of Awami National Party (ANP) Mr Asfandyar Wali Khan meet Co Chairperson of Pakistan People Party (PPP) Mr. Asif Ali Zardary in Islamabad 17.08.2007- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته