(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دښاغلي عبدالوهاب سرتېر په وياړغونډه
[20.Aug.2008 - 10:51] دپښتودخوږ ژبي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي اوکلتوري چوپړ د درناوي په وياړغونډه .
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنګي مرکز د ګران افغانستان د علمي اوفرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اودرناوي په لړ کې دا ځل د هيواد د خوږ ژبي اونازک خياله وتلي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي اوفرهنګي هلو ځلو او د هغه د ژوند د شپېتم پسرلي درارسېدو په وياړ د روان ۲۰۰۸کال دسپتمبر د مياشتې پر شلمه ((۲۰)) نېټه د سويډن د مالمو په ښارکې درنه او پرتمينه غونډه جوړوي . دهيواد ټولو شاعرانو، ليکوالو، اديبانو او فرهنګيانو ته بلنه ورکوو چې د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر د ادبي او فرهنګي خدمتونو او تلاښونو په اړوند خپلې ليکنې، اندونه شعرونه او پيغامونه موږ ته دسپتمبر تر ۱۵نېټې پورې پدې برېښنا پته راولېږي :
[email protected] يا
[email protected] يادونه دزياتومعلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ پدې شمېره تليفون له حبيب الله غمخور سره تماس ونيسئ : 0046736511569 de Khaghali Abdul Wahab Sarter Pa wyar Ghonda Pa Sweeden ki de Afghanano elmi au Farhangi Markaz Habibullah Ghamkhor- حبيب الله غمخور
بېرته شاته |