(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۲۰۱۰ كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي

[21.Aug.2008 - 10:47] ويښ ځوانانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي او همدې موخې ته د رسېدو په خاطر دې ۲۰۱۰ زيږديز كال د باچا خان په نوم ونومول شي. د ويښ ځوانانو مشر اسرار احمد كريمزي نن ( د زمري ۳۰ مه) په يوه خبري ناسته كې د افغان وژنې له ښكلېو ډلو وغوښتل چې له جګړې څخه لاس په سر شي. نوموړي همداراز په ملګرو ملتونو ټينګار وكړ چې په افغانستان كې دې په خپل منځګړتوب د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له نوې ستراتيژي څخه كار واخلي. هغه په افغانستان كې د څه باندې ۸۰۰۰ ملكي وګړو د وژنې يادونه وكړه او زياته يې كړه چې كه سولې ته مخه ونشي نو د جګړې دوام به دغه شمېره نوره هم زياته كړي. د ويښ ځوانو مشر د عدم تشدد فلسفله د افغان وژنې د پاى ته رسولو يوه ګټوره لار وبلله او د جګړې په ښكلېو خواوو يې غږ وكړ چې د ستونزو حل په جګړه نه بلكې په همدې لاره كې دى. كريمزي وويل چې افغانان سوله غوښتونكي او خوښونكي خلك دى خو نړيوالو ته غلط ورپېژندل شوي دي. نوموړي د بېلګې په توګه د باچا خان يادونه وكړه او زياته يې كړه: ((فخر افغان باچا خان له نن څخه څو كاله مخكې د خدايي خدمتګارانو په نوم د عدم تشدد يو ستر پوځ جوړ كړى وو.)) د خبري ناستې په پاى كې خبر پاڼه وويشل شوه چې پكې له ملګروملتونو غوښتل شوي و چې ۲۰۱۰ كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي. كريمزي د دغې غوښتنې په اړه وويل چې له دې سره به نړيوالو ته د افغان ولس رښتيى تصوير وړاندې شي او په افغانستان كې به سولې ته لاره اواره شي. نوموړي زياته كړه چې د دغو غوښتنو لپاره به د روان كال د سپتمبر په ۲۱ مه، دهيواد په بېلا بېلو ولايتونو كې سولييز لاريون كوي. همداراز هغه زياته كړه چې ويښ ځوانان به په ځينو بهرنيو هېوادونو كې هم دغه ډول سولييز لاريونونه تر سره كړي. كريمزي د امريكا، انګلستان، المان، هالنډ، تركيه، هند او پاكستان تر څنګ په نيوريارك كې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته د سولې نړيوال لاريون د ترسره كولو يادونه وكړه. ويښ ځوانان يو ټولنيز سازمان دى چې له دوه كلونو را په دې خوا په افغانستان كې د ټولنيزې ويښتيا لپاره كار كوي. 2010 Kal de de Bacha Khan Pa Noom wanomawal she de weekh Zwanano ghokhtana Israr Ahmad Karimzai - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته