(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان سره دوه لاري دي

[22.Aug.2008 - 13:31] د پاکستان د صدراعظم د کورنیو چارو مشاور رحمان ملک ویلي پاکستان سره دوه لارې دي یا دا چې هیواد طالبانو ته پریږدي او یا بیا دا چې د طالبانو پرضد عملیات وشي. نوموړي دا خبره پارلمان د باجوړ د عملیاتو په اړه د خبرو په وخت کړې ده. نوموړي ویلي عملیات به روان وي. په باجوړ کې پوځي عملیات دوه اونۍ وړاندې پېل شوي. رحمان ملک وایي په دغو عملیاتو کې تر اوسه ٥٦� تندلاري وژل شوي دي. د عملیاتو له امله په سلگونو زره خلک بې کوره شوي دي. دسوات په سیمه کې هم د پوځي عملیاتو له امله گڼ سمېر خلک بې کوره شوي دي. دپاکستان د پوځ مشر جنرال کیاني نن د وضعې د حال اخستلو لپاره سوات ته تللی وؤ. دا دویم ځل دی چې جنرال کیاني په سوات کې د پوځي عملیات د جاج اخستلو لپاره سیمې ته ورغلی دی. په هنگو کې دامنيتي ځواکونو سره په نښته کې ١٧ تندلاري وژل شوي دي. دغه نښته د هنگو په دوابه سيمه کې رامينځته شوې ده چې پکې دتندلارو دډزو له امله يو عسکر هم ژوبل شوي دي. دامنيتي ځواکونو لخوا دډزو څخه وروسته د دوابې بازار په بشپړ ډول تړل شوى دى اؤ هيلي کاپټرې په هوا کې الوتنې کوي. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو ١� کلو ميټره ساحه په گيره کې اخستې اؤ د تندلارو په ضد عمليات کوي. بل لوري ته په باجوړ ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو لخوا په عملياتو کې ٦ نور تندلاري وژل شوي دي. سرچينې وايي دباجوړ په سالارزو، مامومند اؤ نورو سيمو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په سنگرونو گوله باري کړې ده چې پکې د٦ؤ تندلارو دوژل کيدو پرته گڼ کسان ژوبل شوي هم دي. همدغه راز دکرمې ايجنسۍ په نښتو کې هم ٩ کسان وژل شوي اؤ ١٤ ژوبل شوي دي. په کرمه ايجنسۍ کې قبائيل د تيرو ١٥ؤ ورځو راهسې ديو بل په ضد په جنگونو بوخت دي اؤ درنې وسلې کاروي. په کوزه کرمه کې په دغه نښتو کې نور ٩ کسان وژل شوي دي. دتندلارو دمداخلې له امله نښتې دکرمې ايجنسۍ نورو سيمو ته هم په تندۍ سره خوريږي. ډیوه - Pashtoonkhwa Khaberyal
بېرته شاته