(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په باجوړ اؤ سوات کې به عمليات روان وي

[24.Aug.2008 - 11:03] دپاکستان پوځ وايي په قبائيلي سيمه باجوړ کې به تر هغې دتندلارو په ضد عمليات دوام وکړي ترڅو چې دغلته پوځ خپل مقصدونه نۀ وي ترلاسه کړي. دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ديوې بهرنۍ خبري شبکې سره په مرکه کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دوياند مولوي عمر دا ادعا بې اساسه وگرځوله چې گنې دتندلارو لخوا دچاؤدنو څخه وروسته پوځ خپله تگلاره بدله کړې ده. پوځي وياند وويل په باجوړ کې دپيل شوؤ عملياتو مقصد په سيمه کې دحکومت واک ټينگول اؤ هلته موجودهاغه تندلاري له مينځه وړل دي چې دپوځ په ضد مقاومت اؤ بريدونه کوي. پوځي وياند په باجوړ کې عملياتو ته ددوام ورکولوهوډ په داسې حال کې څرگند کړى دى چې دگل په ورځ دپاکستاني طالبانو دغورځنگ وياند مولوي عمر په ډيره اسماعيل خان اؤ واه چاوڼۍ سيمو کې دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو دمسؤليت قبلولو په ترڅ کې ويلي وؤ دغه بريدونه په باجوړ کې دروانو عملياتو غبرگون دى. پاکستاني طالبانو په باجوړ کې دعملياتو نۀ بندولو په صورت کې ددغسې نورو بريدونو گواښ هم کړى ؤ. بلخوا د سوات سیمه کې حکومتي ځواکونو د خالی په ورځ ٣٥ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده. د پاکستان پوځ یو ویاند میجر نثار علي خان ویلي په نښتو کې دوه حکومتي ځواکونو هم وژل شوي دي. پوځي ویاند زیاته کړه حکومتی ځواکونو پس دهغې عملیات پیل کړل کله چې نن دخالي په ورځ سحر يو ځانمرگي دچاؤديدونکيو موادو څخه ډک گاډى دسوات په چارباغ سيمه کې دپوليسو ديوې څوکۍ سره ټکر کړواؤ خپل ځان يې والوځولو، چې له امله يې شپږ پولیسان ووژل شول او گڼ شمېر ژوبل شول. دسوات دځايې طالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه اخستى دى. همدغه راز په سوات کې دغاليگئ دپوليسو دتاڼې په ساحه کې يوه څوکۍ دتندلارو لخوا په بمونو الوزول شوې ده، په دغه پيښه کې د٢ؤ ماشومانو په گډون ٣ کسان وژل شوي اؤ په لاره متکب ته تلونکي گڼ شمير ماشومان ژوپل شوي دي. بلخوا دسوات په کبل تحصيل کې په يو کور دگولې غورځيدو له امله ١ ماشومه وژل شوې اؤ ٤ کسان ژوبل شوي دي. امنيتي ځواکونو دخالي په ورځ دسوات په کانجو اؤ فضاء گټ سيمه کې دطالبانو په شکمنو سنگرونو درنه گوله باري کړې ده ، ولې په دغه گوله بارۍ کې دمرگ ژوبلې په هکله اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي. په مټه اؤ ديولئ کې هم تندلارو ٣ پلونه الوځولي دي. دپکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني په چارباغ کې دپوليسو په څوکۍ دشوي ځانمرگي بريد غندنه کړې اؤ ويلي يې دي ترهه گر دبې گناه انسانانو په وينو توئيولو سره خپل ناوړه مقصدونه ترلاسه کول غواړي خو حکومت به دهغوي مخه نيسي. ډیوه - Pakhtunkhwa Khabaryal
بېرته شاته