(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه ورځنئ سیمینار اومشاعره وشوه

[26.Aug.2008 - 07:25] د جنوبی پښتونخوا په زیارت غوڅکۍ سیمه کی دپښتو ادبی کاروان له خوا ځخه دپښتو ژبی دوه ورځنى سیمینار او مشاعره وشوه ددغه سیمینار موضوع وه (زموږ ملی ستونځي او دحل لاره)، په دغه سیمینار کی استاد ولی محمدسیال کاکړ، نامتو شاعر درویش درانى، له پېښوره ځخه راغلی میلمه ښاغلى اباسین یوسف زئ، ښآغلئ محمودایاز ، استاد خیر محمدعارف، او نورو درنو شاعرانو په کی برخه واخیستله ددغه سیمینار لومړۍ او دوهمه ورځ مقالي وویلي شوي اوددوهمی ورځي په ما ښام یوه په زړه پوری مشاعره وشوه چی دپښتو ادبی قندیل ټولنی ملګرو ډاکټر محمدشفیق صاحب، مولوی همایون خان کاکړ، محمدعلی عمری، او حاجی عبدالحق صاحب ګډون وکړ همدارنګه له کوټی، لورالایی، پښین، سنجاوۍ، کلاسیف الله، ژوب، دکۍ سیمو ځخه په ډیر زیات شمیر شاعرانو په دغه سیمینار او مشاعره کی ګډون وکړو ددې سیمینار ګډون کونکو په ډیره ټینګه سره داغوښتنه وکړه چی ژر تر ژره دې په لر اوبر پښتنی سیموکی امن قایم شی او له حکمرانانو ځخه یی په کلکه داغوښتنه درلودله چی پښتو ژبه دی دفتری ژبه وګرځول شی او دې ټولو لیکوالانو او شاعرانو دپښتو ادبی کاروان زیارت له ټولنی ځخه ددې سیمینار په چمتو کولو سره مننه وکړه او په ټینګه سره یی دا فیصله وکړه چی په راتلونکی کښی به دهمدې ډول سیمینارونو لړې جاری ساتی. de Pakhto Zabi dwa wrazani Seminar Mohammad Ali Omari, Pakhtonkhwa- محمدعلی عمری
بېرته شاته