(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملي وير او فاتحې خبرتيا

[27.Aug.2008 - 15:21] ډېرودرنو هېوادوالو ! په دې کې شک نشته ، چې په شينډنډ کې د ناټو او ايساف ځواکونو د ړندو بمباريو له امله د لسګونو بې ګناه افغانانو شهادت ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي ، د هر بادرده افغان زړه ژړولی او ټول افغان ولس يې يو ځل بيا د وير په ټغر کښېنولی دی . حق خو دا و ، چې د افغانستان دولت د شهيدانو له کورنيو سره د غمرازۍ او د افغان ويرجن ولس د تسلۍ په موخه په رسمي توګه ملي وير اعلان کړی وای او د پېښې عاملين يې سمدستي محاکمې ته سپارلي وای ، خو له بده مرغه افغان دولت داځل بيا هم يوازې د پېښې سيمې ته د پلاوي په استولو او د ملکي خلکو د وژلو دخبر په تاييد سره ، خپل مسووليت ترسره شوی وګاڼه . د افغان دولت د دې غير مسوولانه چلند د جبران ، د خپلو شهيدانو د درناوي او همداراز د ړندو وژنو پروړاندې د اعترض په موخه موږ يو شمېر مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو( د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د افغانستان د قومونو شورا، ويښ ځوانان ، د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه ) تر يو لړ غونډو او سلامشورو وروسته د ګډ پرېکړه ليک د تصويب تر څنګ دغه لاندې ټکي اعلانوو: 1- راتلونکې جمعه ، د وږې اتمه نېټه به په ټول افغانستان کې د شينډنډ ، لغمان ، کاپيسا ، شينوارو او نوروسيمو د شهيدانو د درناوي په مناسبت د ملي وير ورځ وي . 2- له ټولو هېوادوالو او د جامع جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتنه کوو ، چې په دغه ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د شهيدانوارواوو ته د دوعا لاسونه پورته کړي او فاتحه يې واخلي . 3- په کابل کې پورتني کلتوري ، مدني او ټولنيز بنسټونه د شهيدانو فاتحه په ګډه سره د عيدګاه په جومات کې د جمعې دورځې د ماسپښين له ۲ بجو څخه تر ۴ بجو اخلي . له ټولو کابل مېشته هېوادوالو،سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او ټولنيزوسازمانونو څخه غوښتنه کيږي ، چې په دغه فاتحه کې له موږ سره برخه واخلي . 4-له ټولو چاپي او انلاين خپرونو څخه هيله کيږي ، چې د ملي وير په دغه ورځ د خپلو خپرونو پر لومړيو مخونو تور سيوری خپور کړي او له تلويزيوني کانالونو څخه غوښتنه کيږي ، چې د خپلو خپرونو د پردو پريوه څنډه توره پټۍ واچوي . د مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو ګډ پرېکړه ليک به د وير په ورځ د رسنيو له لارې او همداراز په جوماتونوکې خپور شي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته