(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنوکورنيودبېرته ستنېدو پرضد مظاهرې

[27.Aug.2008 - 17:13] تاند:دننګرهاروالي ښاغلی ګل اغاشېرزي نن خبریالانوته وویل چې دوسله والوکسانوله لوري تښتول شوی جاپانی مړی دیوه غره پرسرموندلی اواوس هڅه کوي چې دغره له سره یې راکوز کړي . دې جاپاني دکونړدسیند دکانال پرپروژې کارکاوه .هغه له خپل موټرچلوونکي سره یوځای تښتول شوی وو خو دپولیسو دعملیاتوپه ترڅ کې موټرچلوونکی راخلاص شوی ؤ. تخار : په تخار کې يوۀ دولتي مقام وويل چې دخواجه بهالدين ولسوالۍ يوشمېرخلکو نن دمظاهرې په دوهمه ورځ دافغانستان دحکومت ديوۀ لوړرتبه هيات له لوري خبرې اترې پيل شوې . له پرونه دخواجه بهاالدين ولسوالۍ يوشمېراوسېدونکي دې ولسوالۍ ته داتيا پښتنوکورنيودبېرته ستنېدو پرضد مظاهرې پيل کړي دي . دا اتيا کورنۍ له پاکستانه بېرته خپل هيواداوسيمې ته ستنې شوي خودهغوى دجايدادونوغضوونکي نه غواړي چې داکسان خواجه بهاالدين ولسوالۍ ته بېرته ورشي . دبېرته ستنوشويوپښتنواستازي مولوي عبدالحکيم ازادۍ راړيو ته وويل چې د دوى ټول جايددادونه اوشتمنۍ ازبکانود کورنۍ جګړو په ترڅ کې غضب کړي . هغه وايي ازبکان ادعا کوي چې شپېته کاله پخوا دا مځکې د دوى وې حال دا چې هغوى هيڅ راز اسناد نه لري خو موږ قوالې په لاس کې لرو. دتېرو کلونودجګړو په ترڅ کې دتخارله ګڼو ولسواليو پښتانه په زوروشړل شول اومځکې يې جګړه مارو قومندانانوپه خپل منځ کې ووېشلې . دتخاروالي او اکثره ولسوالان اونوردولتي چارواکي دبرهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اويا د نظارشورا غړي دي او هغوى هم له خپلو قومندانانوسره دپښتنودمځکو په غضب کې همکاري کوي . دپښتنودمځکو غاصبان وايي دظاهرشاه حکومت يونامشروع اوغاصب حکومت وو نوځکه دوى دهغه دوخت قوالې نه مني . وی او ای:د افغانستان حکومت واېې چې دوى غواړى چې خارجى قواوې په هېواد کې پاتې شى که څه هم دوى د امرېکاهغه هواېې برېد محکوم کړېدى چې په لسهاو افغان ملکېان پکى ووژل شول. دافغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزي نطاق هماېون حمېد زاده نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې حکومت نه غواړى چې نړېوالى قواوې ترهغه وخت پورې له افغانستان نه ووزى چې تر څو پورې چې دافغانستان خپلې امنېتى قواوې په دې نه وي برېالى شوى چې له بهرنى مرستى نه پرته له خپل هېواد نه دفاع وکړى. دغه اعلامېه وروسته له هغه نه خپرېږى چې دافغانستان حکومت غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دخارجى قواو په برخه کې له سره نوى کتنه وکړى. ملګرى ملتونه واېې چې دوى قانع کوونکي دلاېل پېدا کړېدى چې هغه ٩� افغان ملکېان چې زېاتره ېې ماشومان وو، تېره اونى د دامرېکا په مشرۍ اېتلاف په بمبارۍ کې ووژل شول. په افغانستان کې دملګرو ملتونو خاص استاځى کاې اېډه نن د سه شنبى په ورځ په ېوه خبرلېک کې ووېل چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستو مامورېت خپل مالومات د عېنى شاهدانو د خبرو پر بنا لاسته راوړى دى. دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د تېرې جمعى دورځې هواېې بمباري محکومه کړه او وې وېل چې دهرات په ولاېت کې ٩� ملکېان ووژل شول. د امرېکا ددفاع وزارت واېې چې دا حمله مشروع او قانونى وه او مقصد یې طالبان وو. په دغه حمله کې ٢٥ تنه طالبان او پنځه تنه ملکېان ووژل شول. دافغانستان ددفاع وزارت ووېل چې دغه چپا و چې د افراطېانو پر مشکو ک ځاې شوى و په دې کې موفق شو چې خپل اصلى هدف چې د طالبانو قوماندان ملاصادق و له منځه ېوسى. ددوشنبى په ورځ حکومت ووېل چې دوى به د خارجى قواو د موجودېت په برخه کې له سره مذاکرات وکړى ځکه چې د دې نېژدى وختونو په عملېاتوکې ډېر زېات ملکى تلفات منځته راغلى دى. دافغانستان کابېنى ووېل چې دوى چارواکېو ته هداېت کړېدى چې دنړېوالو قواو له استاځېو سره دنړېوالو قواو په نقش باندى مذاکرات پېل کاندى. د افغانستان کابېنى ووېل چې دوى څو څو ځلى له خارجى قوماندانانو نه غوښتنه کړېده چې پر ملکى اهدافو باندى بمبارى بنده کړى او د افغان ملکېانو له ځورولو او تنګولو نه لاس واخلى. VoA : ټایم مجلې د افغانستان په باب خپله مقاله تر دې عنوان لاندې خپره کړې چې ”آیا پیسې افغانستان ژغورلای شي؟”. مقاله داسې پیلیږي چې، په داسې حال کې چې ناټو پر ګرجستان باندې د روسیې د حملې په وړاندې د خپل عکس العمل د ښودلو کوښښ کوي، اوس ورته د افغانستان لرې پروت ماموریت هم ستونزمن شوی دی. په مقاله کې د نمونې په ډول په فاریاب کې د ناټو پر کاروان باندې د دوشنبې د ورځې حمله او د لوګر په ولایت کې د IRC د دریو ښځینه کارکوونکو د وژل کیدو پیښې یادې شوي چې د مقالې د لیکوالې په خبره په افغانستان کې د مشکل زیاتیدل ښيي. په مقاله کې رغلي چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس تیره اونۍ د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو د روزنې په بودیجه کې د شل میلیار ډالرو د زیاتولو پیشنهاد وکړ چې دغه پیسې به په پنځو کلونو کې د ملي قواوو په معاشونو، د نظامي مرکزونو په جوړولو او د زخمیانو د انتقالولو لپاره د یوې هوايي قوې او روغتیايي ټیم په جوړولو ولګیږي. ګیټس همدارنګه پیشنهاد کړی چې د افغانستان د ملي اردو شمیر دې له ٧� زرو نه ١٢� زرو ته ورسول شي. د مقالې لیکواله آرین بیکر وايي ، که د ګیټس پیشنهاد شوي پلان ته په غور وکتل شي، د افغانستان د راتلونکي په باب د اندیښنو د زیاتولو پرته بل څه نه ښيي او د اکثرو څیړونکو وېره دا ده چې همدغه به د واشنګټن د هڅو وروستی پړاو وي. د مقالې لیکواله وايي، زه پخپله ددې شاهده یم چې داسې خلک چې د پولیسو او اردو د اتو نه تر څوارلسو هفتو د روزنې په پروګرام کې له ګډون مخکې حتی د خپلو پوځي بوټونو په تړلو نه پوهیږي خو د تعجب وړ ده چې په دغه لږ موده کې دومره څه زده کړي چې کولای شي په ډیرو پیچلو چیریکي عملیاتو کې برخه واخلي. دا وايي، د ملي اردو د روزنې دنده د ناټو د عسکرو پر غاړه ده خو د ملي پولیسو روزنه بیا ملکي قراردادیان پر مخ وړي چې دغه روزونکي حق نلري له پولیسو سره د محاربې میدان ته ولاړ شي. لیکواله وايي چې افغان قواوې داسې روزونکو ته ضرورت لري چې د عمل په میدان کې ورته ښوونه وکړي. د امریکا تورن جنرال رابرټ کان چې د افغان قواوو د روزنې عمومي قومندان دی، اوس د پولیسو لپاره د دوه زره او ٣� � اضافي روزونکو غوښتنه کړې ده چې دغه روزونکې به له پولیسو سره په ګزمو کې ځي او هغوی ته به د عملیاتو د اجرا کولو ښودنه کوي. د ټایم مجله لیکي چې، تیر کال د ملي اردو په نسبت د پولیسو تلفات څلور برابره زیات وو چې علت یې همدا دی چې د پولیسو یوازې د ګوتو په شمار ډلې مشاورین لري. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لوګر په ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې یا IRC په نامه د خیریه موسسې د دریو ښځینه کارکوونکو او د هغوی د افغان موټروان د وژل کیدو په باب مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې په تیر یوه کال کې پر خیریه موسسو باندې حملې زیاتې شوي او د موسسو کارکوونکو اندیښنه څرګنده کړې چې دوی نشي کولای ناامنو سیمو ته مرستې ورسوي. طالبانو چې دIRC د کارکوونکو د وژنې مسئولیت یې پر خپله غاړه اخیستی ویلي چې وژل شوې ښځې د هغو هیوادونو وې چې افغانستان یې اشغال کړی دی. په نیویارک کې د IRCد مرکزي دفتر چارواکو ویلي چې وژل شوي کارکوونکي یې یوه د امریکا، بله د کاناډا او دریمه د برتانیې تبعه وه او دوی د افغانستان د خلکو او په خاص ډول د زورېدلو ماشومانو سره د مرستې په خاطر هغه هیواد ته ورغلي وې. په مقاله کې د لوګر ولایت د تروریزم سره د مبارزې د ریاست د مرستیال، عبدالله خان له خولې لیکل شوي چې دIRC دغه کارکوونکې له پکتیا نه کابل ته روانې وې او پر موټرو یې د IRC نښان له ورایه ښکارېده چې په لوګر کې ورباندې پنځو وسله والو کسانو حمله وکړه. واشنګټن پوسِټ په خپله مقاله کې لیکلي چې، له هغه راهیسې چې ایتلافي قواوې افغانستان ته ورغلي، ٢� � ٨م کال په افغانستان کې د خیریه کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی. د خپرو شویو ارقامو له مخې، سږ کال تر اوسه پورې ٢٣ خیریه کارکوونکي وژل شوي په داسې حال کې چې په ټول ٢� � ٧م کال کې یوازې ١٥ خیریه کارکوونکي وژل شوي وو. په مقاله کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همکاریو د دفتر یا یوناما د نطاق، حلیم صدیقي له خولې ویل شوي چې د ‏IRC ددغو کارکوونکو د وژل کیدو له آمله نه یوازې یوناما بلکه ټولې هغه ټولنې اندیښمنې دي چې افغانستان ته د مرستې لپاره راغلي دي. د IRC خیریه موسسه شل کاله کیږي چې په افغانستان کې فعالیت لري. په ١٩٨� یمه لسیزه کې پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر وخت، دغې موسسې په پاکستان کې د افغان مهاجرو سره د روغتیا په برخه کې مرستې کولې. د طالبانو د نظام له ړنګیدو را وروسته، IRC په افغانستان کې د ملي پیوستون له پروګرام سره مرسته کوي. د ٢� � ٧م کال د جولای په میاشت کې همددغې موسسې دوه کارکوونکي د لوګر په ولایت کې هغه وخت ووژل شول چې د ملي پیوستون له پروګرام سره یې کار کاوه. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته