(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا ادبي غورځنګ غونډه او مشاعره

[27.Aug.2008 - 21:12] لر او بر:دپشتونخواادبي غورځنګ غونډه اومشاعره دهرکله په شان دغورځنګ دمشرعلي جان خوشحال په مشري کښي وسوه.دغونډي پیل دقرآن پاک د څو مبار کو آیاتو څخه پیل وسو.دقرآن پاک تلاوت ښاغلي حافظ محمـد سید وکړ.دغونډي دروندمېلمه دپښتوژبي ځوان لیکوال ښاغلي لېوال نورزی وو.دغونډي په پیل کښي وښاغلي لېوال نورزی ته دویناکولوبلنه ورکول سوه.نوموړي په خپل ویناکښي وویل چي شاعرولي شاعري کوي...؟ شاعردټولني په غم ژړېږي دقام اوټولني غم په خپل شعرکښي رانغاړي.شاعرپه دووبېتوکښي ټوله قېصه بیان کړي.شاعري په زورباندي نه کېږي دادلوي څښتن له لوري یونعمت وي چي وشاعرته ورکول سوۍ وي. شاعØ äبایدچي ښه اوغوره مطالعه ولري.شاعربایدچي دقام ټوله اړخونوته پام وکړي اوپه خپل شعرکښي وقام ته ورپه مخه کړهانوته ځاي ورکړي.شاعربایدچي دقام کلتور،تاریخ،اودپښتوژبي خپل توري په شعرکښي و کاروي.پښتانه شاعران دي دپښتوژبي سوچه والۍ او د پښتون قام قامي تشخص ساتلودپاره هلي ځلي وکړي.په اوسني مهال کښي پښتانه شاعران بایدچي دشنو خالو شعرونه لیکل پرېږدي.شاعربایدچي خپل قام ته لار ښوونه وکړي.بایدچي هرشاعراولیکوال خپل قلم دقام د ګټي دپاره په کارراولي.بایدچي دنامه دپاره نه بلکي د خپل قام دپاره شاعري اونورلیک وکړي.نوموړي دا خبره په ګوته کړه چي یواځي دشاعري د لاري دقام لارښوونه نه کېږي نوري لاري م سته لکه لنډي قېصي لیکل،ناول،نثراونورڅه لیکلوڅخه هم دژبي اوقام خدمت کېږي.په کاردی چي هرلیکوال خپل دقلم دلاري دپښتون قام په ښه توګه خدمت وکړي. دځانګړي مېلمه ښاغلي لېوال نورزی دویناوروسته دمشاعري لړي پیل سوه.په مشاعره کښي برخه لرونکوشاعرانوخپل کلامونه وړاندي کړل.دوړاندي کړل سووکلامونموني په دي ډول دي. عبدالرحمان یارانه:ـ دالاڅوني په زړه توردی نه پوهېږم لادښمن چي دخپل وروردی نه پوهېږم محمداسلم کامل:ـ داعجبه شان ژوندون دی نه پوهېږم په هرلوري راته بېلتون ده نه پوهېږم محموداهیت انقلابي:ـ مخ مي دلوي طوفان په لوردی نه پوهېږم راروان زموږپه لوردی نه پوهېږم میراجان حسن یار:ـ چي هرڅوپه ماتېرېږي نه نه پوهېږم شپي دعمردي تېرېږي نه پوهېږم ولي محمداشنا:ـ ځان پتنګ که سپېلنی کړم نه پوهېږم ډیردي میني لېونی کړم نه پوهېږم محمداسلم دلشاد:ـ دادي نازاوکه نفرت دی نه پوهېږم که دي دمیني شرارت دی نه پوهېږم علاؤالدین وزیر:ـ دغه ګل دنوبهاردی نه پوهېږم که مي حسن دخپل یاردی نه پوهېږم عباس درویش مشواڼې:ـ زه یم خوشحاله په دي باندي چي جانان لرم زه دغمګین اوبي صبره زړګي توان لرم صالح محمدبهارخپل داکلام په ترنم کښي وړاندي کړه:ـ چي نېمګړی مي ارمان دی نه پوهېږم که خفه رانه جانان دی نه پوهېږم فېض محمدښادنام:ـ چي دعشق ویرجن اثردی نه پوهېږم که مي زړه پرهرپرهردی نه پوهېږم ادریس حقمل:ـ خدایه دارنګه زمان ته نه پوهېږم نه پوره کېږي دغه ارمان ته نه پوهېږم عبدالستارصابر:ـ داڅه ژوندڅنګه ګزران دی نه پوهېږم ولي هرڅوک سرګردان دی نه پوهېږم محمدرمضان ارماني:ـ مینه کښي دردونه دي پي نه پوهېږم هرخواته غمونه دي پي نه پوهېږم عبدالهادي ریاض:ـ خدایه یودیدن دیارکه راپربرخه ډیریم ناقراره څه قرارکه راپربرخه احمدهنریارهم خپل کلام وړاندي کړی. علي جان خوشحال:ـ زموږپرکلي نه راځي بارانه نه پوهېږم پښتون قوم ته په خیښم یي آسمانه نه پوهېږم ددي وروسته ښاغلي علي جان خوشحال په خپله ویناکښي وویل چي په پاکستان کښي له پښتوژبي سره ډیرزیاتوب کېږي دپاکستان ددولت له دپښتوژبي پرمختګ دپاره هیڅ ډول عملیات نه کېږي.لکه څنګه شان په آزادافغانستان کښي دپښتودپرمختګ دپاره کارروان دي.نوموړي غوښتنه وکړه چي په پښتونخواوطن کښي دي پښتوژبه دولتي،تجارتي،تعلیمي،عدالتي ژبه وګرځول سي.ترلسم سیم پوري پښتوژبه په رسمه توګه لازمي وګرځول سي.پښتونخواوطن پرته دپاکستان په نوروسیمولکه کراچي،لاهور،پینډي،سهکراوپه نورسیموکښي دي هم وپښتنوته په پښتوژبه کښي تعلیم ورکړل سي. محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه Pakhtunkhwa adabi ghorzang ghunda au mashaeera M. Ramazan Armani- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته