(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادبي تړون چمن - ادبي سېمينار تر سره کړ

[27.Aug.2008 - 21:30] لر او بر: د ٢� � ٨م عيسوي کال د اګست پر ١٧مه نېټه چي د يکشنبې ورځ وه د اولس والۍ د شورا په تالار کي د پښتو ادبي تړون چمن له پلوه يؤ دروند ادبي سېمينار جوړ او تر سره سو،دې رنګين او معنوي سېمينار ته دچمن دسيمي ګڼ شمېر د اندوقلم خاوندانو،روڼ اندو،ليکوالانو او شاعرانو د ګډون په موخه راغلي وو او ورسره ورسره دپښتوادب عامه مينه وال د سلګونو په شمېر کي پخپل ګډون سره نوموړی ادبي سېمينار دمعنويت له مخي ځل و بل کړ. دا سېمينا پر دوو برخو وېشل سوی وو، په لومړۍ برخه کي د (پښتوادبي تړون چمن)نوي کابينې او د مشاورتي جرګګۍ غړو سوګند پورته کړ او وروسته پوهانو او ليکوالانو د پښتوادب پر وده او ارزښت باندي دخپلو عاليمانه ويناوو او ګټورو ليکنو په ترڅ کي رڼاوي واچولې. دويمه برخه يوې په زړۀ پوري مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، د دې پښتني سېمينار پېل په تلاوت کلام الله سره وسو چي سعادت يې مولاناقاري محمداعظم صاحب ترلاسه کړ، د وياندويني چاري عزيزالله ميا او عبدالغفارمظلوم جان په خورا ښايسته توګه په ګډه پرمخ بېولې، د دريځ څوکيو ته د غه کسان په دې حېث وغوښتل سوله، د دروند مېلمه په حېث ضيلعي نايب ناظم عبدالقيوم خدکو د مشر مېلمه په حېث انجنېر محمدنبي امېد د کوربه په حېث رحمت الله رحمت له دې څخه وروسته وياند د نعت د وړاندي کولو دپاره نظرمحمد درمان ته بلنه ورکړه، له ترتيب سره سم درانۀ مېلمه د ( پښتو ادبي تړون چمن ) نوي کابينې او د جرګګۍ غړو ته سوګند ورکړ، درې کسيزه کابينه په دې توګه وړاندي لا د تنظيم غړو د رايو له لاري ټاکلې وه، لومړی مسؤل ( عادل اڅکزی ) دويم مرستيال ( نعمت الله پښتون يار ) دريم ؛ پانګه وال ( عبدالغفارمظلوم جان ) د مشاؤرتي جرګګۍ غړي څه په دې ډول دي انجنېر محمدنبي امېد رحمت الله رحمت حاجي اخترمحمدمېراني د سوګند اخيستلو وروسته، وياند عادل اڅکزي ته بلنه ورکړه ترڅو دريځ ته راسي چي د تېرو ناستو راپور په ليکلې بڼه وړاندي کړي،او ورسره د دې نوی ادبي تنظيم مانا پښتو ادبي تړون چمن د رامنځته کېدو اساسي لامل هم په تفصيل سره وړاندي کړي، عادل اڅکزي په ليکلې بڼه دتيرو ناستو راپور ګډونوالو ته وړاندي کړ او د دې نوي ادبي تنظيم د منځته راتللو پر اړينو لاملونو باندي هم رڼا واچوله، له دې څخه وروسته وياند د ليکني د وړاندي کولو دپاره نورعلي شاه کاروان ته بلنه ورکړه، د کاروان د ليکني سرليک وو ( د مورنۍ ژبي پښتو سره خوالۀ ) زموږ دې ځوان ليکوال پخپله ليکنه کي واقيعت ته ځای ورکړی وو،د پښتو پر محکوميت او د نورو پر ناروا حاکميت باندي په خورا ګړندۍ توګه سره دقلم او اند په ژبه ږغېدلی وو، له دې څخه سمدستي وروسته وياند د خپلي ليکني و وړاندي کولو دپاره ملا عبدالصمدبېوس ته بلنه ورکړه، بېوس پر ځای د دې چي نثري ليکنه وړاندي خو د هغه پر ځای يې خپل يؤ نظم وړاندي کړ،چي له شاعر او اديب څخه د مثبت فکر خورولو غوښتنه پکي سوې وه، د وياند د بلنو لړۍ مخ په وړاندي روانه وه اوس نو وار ورسېد حاجي اخترمحمد مېراني ته، نوموړي خپله نثري ليکنه برخه والو ته وړاندي کړله، په دې ليکنه کي زموږ دې ليکوال د پښتوادبي تړون چمن جوړېدل او منځته راتلل يؤ پر ځای او مثبت کار وبالی،او ورسره ورسره يې د سيمي پرليکوالانو باندي دا ږغ وکړ چي راځئ نور نو د اتفاق او يوالي لاسونه سره ورکړو، له دې څخه ورسته وياند بلنه ورکړه رحمت الله رحمت ته چي دی راسي خپله نثري ليکنه ګډونوالو ته واؤروي، زموږ دې ليکوال پخپله دې ليکنه کي څو ټکو ته اشاره کړې وه، يؤ يې دا وويل چي موږ ته پکار دا ده چي دنورو شاعرانو اوليکوالانو قدر وکړو،بل يې دا وويل چي ځان تر ملګري کم وبولو او ملګری تر ځان ښه وبولو، له دې څخه وروسته وياند د وينا دپاره درانۀ مېلمه عبدالقيوم خدکو ته بلنه ورکړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي زه نن ډېر خوشحاله سوم چي ما دلته د ځوانانو او مشرانو ليکني واؤرېدې چي ورپکي ډېر څه وؤ زه چي دا مجلس او سېمينا وينم نو دا هيله او امېد راسره پيدا سو چي زموږ ژبه پښتو خپل غاويران او خواخوږي لري چي داسي ده نو دا رښتيا ده چي کومي ژبي او کوم قامونه چي رښتني غاويران او خواخوږي لر نو هغه هيڅکله د مرګ کومي ته نه ورلويږي، دۀ زياته کړه چي زه د پښتو ادبي تړون چمن نوي کابينې ته د زړۀ له تله مبارکي وايم او ټولو غړو ته افرين ورکوم چي دوی په دې بوخت او م صروفه وخت کي دومره ښه او کاميابه ادبي سېمينار جوړ کړی،پر مخ يې وويل؛ چي دا سېمينار به هتمن مثبت رنګ راؤړي،د چمن پر ټولو اديبانو يې ږغ وکړ چي دا پښتو ادبي تړون چمن ستاسو او زموږ د ښار ګډ ادبي تنظيم دی دهمدې تنظيم تر سيوري لاندي دمورنۍ ژبي پښتو خدمت ته لستوڼي راونغاړۍ، په پای کي يې دا ژمنه هم وکړه چي زه هر وخت دپښتوادبي تړون چمن په خدمت کي يم تر څو تاسو پر ما ږغ وکړی، دلته نو نوبت د غونډي مشر مېلمه انجنېرمحمدنبي امېدته ورسېد، نوموړي دخپلي وينا په ترڅ کي وويل؛چي زه ډېر زيات خوشحاله يم چي زموږ د ښار چمن اديبانو،ليکوالانو او شاعرانو په دومره لنډ غوندي وخت کي دومره لوی سېمينار مرتب کړ،دۀ زياته کړه چي نور نو وخت د دې راغلی دی چي دځان ځانۍ پر ځای ملي سوچ خپل کړو ديوالي پر ټغر سره راټول سو،
دپښتوادبي تړون چمن د مسؤل په توګه عادل اڅکزي، د مرستيال په توګه نعمت الله پښتون يار، د پانګه وال په توګه عبدالغفار مظلوم جان، د مشاورتي جرګګۍ په توګه ، انجنېر محمدنبي امېد،رحمت الله رحمت او حاجي اخترمحمدمېراني سوګند پورته کړ، د يادولو وړ ده چي ذکر سوو کسانو ته سوګند ضيلعي نايب ناظم عبدالقيوم خدکو ورکړ
راپور : عادل اڅکزی - چمن Pokhto Adabi Tarrun Chaman,Adabi Seminar tarsara kar Report: Adil Achakzai- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته