(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان تازیان په نړۍ کې نوم لري

[28.Aug.2008 - 22:53] VoA News 28.08.2008شاید ډیرو لږو افغانانو ته دا خبره معلومه وي چې د افغانستان تازي سپیان په نړیواله سطحه مشهور دي. د نړۍ په انگریزي ژبو هیوادونو کې دغو سپیانو ته افغان هونډ ‏(‎Afghan Hound) وايي. د افغانستان دغه تازي سپیان له ډیر پخوا نه د نړۍ د مشهورو ښکاري سپیانو په جمله کې شمېرل کیږي. د افغانستان د تازیانو ډبل، نرم او برېښېدونکی پوست او تاو شوې لکۍ دوی د سپیانو له نورو ډولونو نه بیلوي. اصلاً ددغو سپیانو نه د افغانسستان په یخو غرنیو سیمو کې د سویانو او هوسیو د ښکار له پاره کار اخیستل کیده. له همدې آمله یې په ځینو پښتني سیمو کې گړندی سپی هم بولي. د افغاني تازیانو ځینې ډولونه بیا پیشو ته ورته دي او لکه د تازیانو د نورو ډولونو په ‏څېر هومره د خپل صاحب امر نه مني. اکثره دغه ډول تازیان غواړي چې آزاد وي او د دوی صاحبانو ته باید دا خبره د تعجب وړ نه وي چې کله ناکله امر نه مني. په اروپا او امریکا کې چې دا وخت افغاني تازیان ډیر زیات شهرت لري، خو دلته د ښکار لپاره نه کارول کیږي، بلکه خلک یې ددغو سپو د ښایست له آمله ساتي او سپورټي مسابقو او نندارو ته یې راولي. په برتانیې کې ددغو سپیانو منځنی عمر ١٢ کاله دی چې ددغې اندازې سپیانو نور ډولونه هم همدومره ژوند کوي. په ٢� � ۴م کال کې په برتانیه کې یوې سروې وښودله چې ددغه ډول سپیانو د مرگ ٣١ فیصده علت د سرطان ناروغي وه. ٢� فیصده یې د زاړه عمر له آمله مړه شوي، لس فیصده یې د زړه د ناروغیو له آمله مړه شوي او د پنځو فیصدو د مرگ علت یې تناسلي ناروغي وه. د دوی عمده روغتیايي مشکل حساسیت او سرطان ښودل شوی دی. د افغانستان تازي سپیان د نړۍ د نورو تازیانو په څېر له بې هوښئ سره ډیر حساس دي ځکه چې ددغه ډول سپیانو اکثریت یې په وجود کې اضافي وازده نلري. تاریخچه: د افغانستان د تازیانو په باب فکر کیږي چې ددغو سپیانو قدامت د حضرت عیسی ‏(‎ع‏)‎ له زمانې نه اوړي خو تحقیق کوونکي چې ددغو سپیانو DNAیې معاینه کړې وايي، چې قدامت یې له زرگونو کلونو نه هم زیات دی. که څه هم د نړۍ په مختلفو برخو کې، خلک دغه ډول سپي افغان هونډ بولي خو تحقیق کوونکي وايي چې اصلي نوم یې تازي دی. په روسیې کې دې ته ورته سپیان شته چې هلته یې ’تاسي’ بولي. د حیواناتو څیړونکي په دې باور دي، دا چې روسیه او افغانستان سره نږدي دي نو کیدای شي د سپیانو دغه دوه ډولونه په اصل کې په یوه نوع کې شامل وي. په ابتدا کې افغانانو نه غوښتل چې خپل سپي پر بهرنیانو خرڅ کړي او دغه سپي اروپا او امریکا ته نه وو انتقال شوي. له همدې آمله د سپیو د ساتلو نړیوالې ټولنې او امریکايي ټولنې لا تر ١٩٣� م کال پورې افغاني تازیان نه وو پیژندلي. ددغه ډول سپو صادرول غیر قانوني وو، خو په لومړي ځل د شلمي پیړۍ په پیل کې برتانیې او امریکا ته صادر شول. همدغه وخت و چې د تورن بنف په نامه یوه انگریز منصبدار د افغانستان تازي سپیان خارج ته انتقال کړل. پر دوی باندې په اول کې د ”زدرین” نوم کېښودل شو او په لومړي ځل په ١٩� ٧م کال کې په برتانیې کې د کریسټل ماڼۍ د سپو په ننداره کې یې برخه لرله. له همهغې ورځې راوروسته د افغانستان د تازیانو شهرت د نړۍ په سطحه ورځ په ورځ زیات شو.
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته