(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور کې د»پښتون پوسټ» په نوم پښتو ورځپاڼه

[29.Aug.2008 - 11:52] (جمعه) ٢٩/� ٨/٢� � ٨ پېښورSCPRD: دا، چې په پېښور کې د پښتو ورځپاڼو شميره ډيره کمه ده يواځې ورځپاڼه وحدت ، ورځپاڼه خبرونه او ورځپاڼه هېواد د سيمې د پښتنو ادبي او سياسي تنده نه شي ماتولى نو د پښتونخواصوبی نامتو خبريال محمداشرف ډار دا تنده احساس کړه او غواړي، چې په نږدې راتلونکې کې د«پښتون پوسټ» په نوم پښتو ورځپاڼه له پېښور څخه خپره کړي . د نوموړي په وينا د (پښتون پوسټ) ورځپاڼې د ريجسټريشن لومړى پړاو تر سره شوى له اسلام آباد څخه منل شوې او ډير زر به د ايالتي حکومت څخه ومنل شي. نوموړي زياته کړې، چې دا، چې پښتانه په سيمه کې د ستر سياسي ناروين سره مخ دي نو په کار دى ، چې د( پښتون پوسټ) ورځپاڼې له لارې ورته د حل لارې راوويستل شي نوموړي زياته کړه، چې په دې ورځپاڼه کې به نامتو پښتانه ژورناليستان کار کوي. د يادونې وړ ده، چې محمد اشر ف ډار د (خبرونه) پښتو او (صبح) اردو ورځپاڼې مشر پاتې شوى او اوس د (عوام الناس) اردو ورځپاڼې مشري په غاړه لري او په خپل لګښت يې خپروي او هوډ لري، چې (پښتون پوسټ) پښتو ورځپاڼه هم په خپل لګښت خپره کړي. pa Peshawar ki de Pakhtoon Post pa Noom Pakhto wrazpana - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته