(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغاني سره مياشت د زړه ناروغان په بهرنيو هېوادونو...

[30.Aug.2008 - 17:48] شنبه (خالي) ٣� /� ٨/٢� � ٨: افغاني سره مياشت د زړه ناروغان په بهرنيو هېوادونو کې تر درملنې لاندې نيسي. SCPRDپېښور : دافغاني سرې مياشتې د پېښور استازي زرعلي معروف ايس سي پي آر ډي ته وويل ، چې دافغاني سرې مياشتې لخوا يې دا مهال له تېرو څلورو مياشتو راهيسې هغه افغان ماشومان تر درملنې لاندې نيولي دي ، چې د زړه ناروغان وي او يا يې په زړونو کې سوري وي . نوموړي زياته کړه ، چې دا مهال دېرش ماشومان د پېښور د حيات اباد په رحمان ميډيکل انستيوت کې تر درملنې لاندې دي ، دوى يو شمېر ماشومان ،چې دهډوکو په درد اخته وي ، جرمني ته لېږي او هغه ماشومان ،چې افغانستان کې يې درملنه نه کېږي ، دوبۍ او نورو هېوادونو ته لېږي ، نوموړي په افغان تجارانو غږ وکړ ،چې په دې لاره کې ورسره مرسته وکړي ، چې د افغان ماشومانو درملنه باوري شي . نوموړي وويل ، چې دافغانستان د گمرکي عوايدو څخه دوه فيصده دوى ته ورکول کېږي ،چې اوس مو د ماشومانو شمېره له پخوا څخه زياته کړې او که افغان ملي تجاران ورسره مرسته وکړي نو امکان لري ، چې دغه شمېره له پنځوسو تر شپېتو لوړه شي . نوموړي وويل ، چې دا مهال مونږ د پېښور په حيات اباد کې دفتر لرو ، چې تجاران کولى شي په لاندې پته مونږ سره اړيکې ونيسي . پېښور حيات اباد څلورم فيز ، اين دوه ، شپږمه کوڅه ٣� ٣ نمبر کور د تېلېفون شمېره � ٣� ١٢١٥٨٢٧٧ - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته