(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنګښ او طوری قبیلو په نښتو کې ٤١ کسان وژل شوي اؤ٩٥ ټپیان دي

[31.Aug.2008 - 22:33] پاړه چنار،وی او ای :په کرمه ايجنسۍ کې د تيرو څو اوونيو راهسې پيل شونښتو کې دبنګښ قبيلې او طوری قبيلې ته په درنه پيمانه دمرګ ژوبلې اوښتی او ګڼ بې ګناه خلک هم زيانمن شوي دي. چی د ٤١ کسانو زیات وژل شوي اؤ ٩٥ کسان ټپیان شوي دي ټپیان .ددرملنې لپاره دټل، هنګو، سدې اؤ پاړه چنار روغتونونو ته رسول شوي دي. سرچينې وايي طوري قبائيلو دبنګښ قبيلې دبګزيۍ په مرکز قبضه کړې ده اؤ دواړه خواوې ديو بل په ضد درنې وسلې کاروي. دنښتو له امله پاړه چنار ته غځيدلې لويه لاره په بشپړ ډول تړل شوې ه چې له دې امله په سيمه کې ددارو درملو اؤ دخوراک څښاک دڅيزونو سخت کمبوت پيدا شوى دى. بل لوري ته امنيتي ځواکونو دخيبر ايجنسۍ دلنډي کوتل په مقام ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړې ده اؤ دتندرويه مذهبي ډلې لښکر اسلام په ضد يې عمليات پيل کړي دي. دغه عمليات په داسې حال کې پيل شوي دي چې حکومت دروژې دمياشتې دپيل کيدو په احترام کې دتندلارو په ضد دهر رقم عملياتو دختمولو اعلان کړى دى. دخيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان خبريالانو ته ويلي دي دپيښور، تورخم په لويه لاره امنيتي ځواکونو دلښکر اسلام ١� پلويان نيولي اؤ دهغوي څخه يې درنه وسله ترلاسه کړې ده. دپوليټيکل ايجنټ په وينا دلښکر اسلام امير منګل باغ دلنډي کوتل څخه وتلى اؤ تيراه ته رسيدلى دى ولې دلښکر اسلام په ضد به عملياتو ته تر هغې دوام ورکړل شي ، ترڅو چې مقصدونه نۀ وي ترلاسه شوي همدغه راز دلښکر اسلام مشر منګل باغ وايي چې کۀ چرې امنيتي ځواکونه دهغوي په ضد په سيمه کې عمليات کوي نو هغه تنظيم لښکر اسلام به مقاومت نۀ کوي. نوموړي ويلي دي هغه به په سيمه کې دورانکارو اؤ جرم کوونکيو خلکو په ضد خپلو هلو ځلو څخه لاس نۀ اخلي بلخوا شمالي وزيرستان کې دميزائيل په يوبريدکې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. سرچينې وايي دغه ميزائيل د بې پيلوټه الوتکې څخه توغول شوى دى چې دشمالي وزيرستان دمرکز میران شاه سره نزدې په غونډي نومې کلې کې لگيدلى چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي دي. دپاکستان پوځ په دغه هکله کوم غبرگون ښودلى نه دى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته