(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په فرانکفورت کی دخدای بښلی خان بابا عبدالولی خان په یاد غونډه

[19.Feb.2006 - 22:01] د۲۰۰۶ ع کال دفرورۍ په ۱۸ نیټه د خان بابا عبدالولی خان په یاد غونډه د مازیګر په دریو بجو د فرانکفورت په ښار کې جوړه شوه. په غونډه کی د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP ) مشر، د مشرانو د جرګې غړو او دبابا ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی و د سټیج چاری د PSDP د مشرانو د جرګې غړی ښاغلی نصیر خان پرمخ بیولی. د PSDP مشرډاکتر کبیر ستوری ددی غونډی مشری (صدرات) کوله. د سټیج سکرټری ښاغلی نصیر خان د فرانکفورت د ملګرو په استازیتوب ښاغلی صفدر خان ، د PSDP د فرانکفروت د څانګی مشر لالا اقبال ، د PSDP لمړی مرستیال علی خان محسود اودPSDP جنرال سیکرټری هدایت الله بنګش سټیج ته راوبلل. لومړی ازاد لیکوال ښاغلی عبدالمحمد مموزی د قران کریم تلاوت وکړ او د خان بابا روح ته په ګډه دوعا وشوه. ور پسی د خان بابا عبدالولی خان د ژوند او مبارزی په برخه کې ښاغلی صفدر خان مقاله ولوستله بیا ښاغلی هدایت الله بنګش د اسفندیار ولی خان رالیږل شوی پیغام چې ددی غونډی په مناسبت ئې لیکلی و حاضرینو ته ولوست. لدی نه وروسته ښاغلی امیر محمد ګران ،ښاغلی علی خان محسود ، ښاغلی حبیب منګل، دPSDP د مشرانود جرګې غړی ښاغلی خان محمد مبارزڅاپی، ازاد لیکوال ښاغلی مموزی صیب خپلی مقالی ولوستلی،او د خان بابا په مبارزه او ژوند ئې هر اړخیزه رڼا واچوله. د شعر په برخه کې نصیر ستوری د هیواد منلی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر هغه شعر ولوست چې د بابا په مړینه ئې لیکلی وو، ښاغلی عزیز افسوس د ملی شاعر ملنګ جان شعرونه ولوستل ورپسی سیلم جان او امجد بهرام خپل شعرونه حاضرینو ته واورول. د غونډی په پای کې ددی غونډی مشرښاغلی ډاکتر کبیر ستوری وویل : خان بابا عبدالولی خان نه یوازی د پښتنو ستر لارښود او رهبر ؤ بلکه د منطقی او نړۍ په کچ یو منل شوی سیاست وال ؤ او د سیاست په ډګر کې ئې د خپل پلار باچا خان لاره خپله کړی وه. دی په کال 1942 عیسوی کې د خدای خدمتګارو د تحریک غړی شو چې بیا ده دا سیاست په ګوندی بڼه کې مخ په وړاندی بوتلو. لکه څنګه چې باچا خان بابا د پښتون قوم د ابادۍ او سوکالۍ د پاره 37 کاله جیل تیر کړو همداشان خان بابا ولی خان هم د خپل ژوند ۱۶ کاله عمر د پښتون قام د سوکالۍ او پر مختګ د پاره په جیلونو کې تیر کړی دی. خان بابا ولی خان مونږ ته دومره معنوی پانګه پریښودلی ده چې تل به زمونږ د سیاسی لاری رڼا وی. د غونډی د صدر په همدی وینا سره غونډه په شپږو بجو پای ته ورسیده.
د غونډی عکسونه
- - دپښتونخوا خبریال -
بېرته شاته