(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو دپاکستان د حکومت غوښتنه رد کړه

[31.Aug.2008 - 22:38] تاند – په پاکستان کې طالبانو اعلان وکړ چې دروژې په مبارکې میاشت کې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. دا اعلان د حکومت له هغې غوښتنې وروسته وشو چې ویې ویل، په روژه کې به موږ خپل پوځي عملیات ودروو د طالبانو یوه ویاند، مسلم خان رسنیو ته وویل، که چیرته حکومت غواړي چې جګړه ونه کړي نو ټولې میاشتې سپیڅلې دي په ټولو کې دې جنګ بند کړي. مسلم خان له سواته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې طالبان به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي ځکه چې ددوی مشر تر اوسه د جګړې ددریدو امر نه دی ورته کړی او دوی غواړي چې شریعت نافذ شي. دپاکستان پوځي چارواکو د شنبه په ورځ ویلي و چې موږ په روژه کې حمله نه کوو البته که پر موږ څوک ډزې وکړي ځواب خامخا ورکوو. په پښتونخوااو بلوچستان کې د حکومت پرضد د نښتو سربیره رپوټونه خپاره شوي دي چې د دوشنبه پر شپه په کورمې ایجنسۍ کې دوه ځان وژونکي بریدونه شوي دي چې یوڅلویښت تنه یې وژلي او نژدې همدومره نور یې ټپیان کړي دي. دغه چاودنې د شیعه او سني ډلو داختلافاتو په لړ کې شوې دي چې له نژدې میاشتې راهیسې یې ګڼ کسان په خپلو کې وژلي دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته