(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په باجوړ کی سالارزو دځايې ١٥ؤ کمانډرانو کورونه سوځولي دي

[01.Sep.2008 - 17:16] په باجوړ ايجنسۍ کی د سالارزو قبائيلو د ځايې جنگياليو پۀ ضد لښکر ويستلى دى اؤ دځايې ١٥ؤ مهمو کمانډرانو کورونه يې سوځولي دي. سرچينې وايي دغه کورونه دکسئ په سيمه کې سوځول شوي دي اؤ اوس دقبائيلو د غه وسله وال لښکر د باجوړ دمرکز خار خواؤشا په لوري پرمختگ کوي. دسالارزو قبيلې لخوا وروسته له هغې دځايې تندلارو په ضد دعملياتو پريکړه شوې وه چې تيره اوونۍ تندلارو درې ځايې ملکان وژلي وؤ. په باجوړ ایجنسۍ کې دتيرې میاشتې رایسې د ځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمنځ په پيل شوؤ نښتو کې خواؤشا ٦� � کسان وژل شوي اؤ گڼ شمېر ژوبل شوي دي. په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله په زرگونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتگ په هڅه کې دي. وی او ای - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته