(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان دصدراعظم ګيلاني دګاډوپه کاروان برید وشو

[03.Sep.2008 - 16:47] دپاکستان دصدراعظم سيديوسف رضاګيلاني دګاډوپه کاروان نن په 03.09.2008نیټه په پایتخت اسلام ابادکې هغه مهال بريدوشوکله چې د هوايي ډګرڅخه دصدراعظم دراوستلولپاره ګاډي داسلام ابادپه لويه لاره داسلام اباد او راولپينډۍ ترمينځ پر مشهوره څلور لارې فيض اباد باندي تيريدل. دپاکستان دکورنيوچاروسکترسيدکمال شاه دپيښې په هکله خبريالانوته وويل صدراعظم يوسف رضاګيلاني دلاهوردسفربشپړولوڅخه وروسته نن ماسپښين اسلام ابادته ستنيدلو،کله چې دهوايي ډګرڅخه دصدراعظم دراوستو لپاره دصدراعظم دګاډوکاروان داسلام اباددلويې لارې څخه تيريدلوپه دغه مهال ديووړوکي غرسره نزدې دصدراعظم دگاډوپه کاروان ډزې وشوې چې دوه گولۍ په کې دصدراعظم په گاډي ولگيدلې خوچون دغه وخت صدراعظم يوسف رضاگيلاني په گاډي کې نۀ وؤځکه نوهغه ته کوم زيان نۀ دى رسيدلى دپيښې څخه وروسته داسلام ابادلويه لاره امنيتي اداروپخيله ولکه کې اخستې ده اوڅيړنې يې پيل کړي دي دکورنيوچارولپاره دصدراعظم صلاح کاررحمان ملک وايي چی دپيښې دپلټنولپاره یی داسلام اباد دپوليسو دمشر ښاغلي کهوسه تر مشري لاندي کميټه جوړه کړی ده چې په ٢٤ساعتوکې به خپل راپوردکورنيوچارووزارت ته ورکوي فيض اباد هغه څلور لارې ده چې دوه کاله وړاندي پر پخواني ولس مشر پرويز مشرف هم دوه ځلې وژونکي بريدونه شوي وو، چې هغه ترېنه روغ وتلى و .- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته