(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

المان به دافغانستان دملي پوليسو اواردو په روزنه کي زيات رول په غاړه واخلي

[03.Sep.2008 - 19:30] 03.09.2008:د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي او دالمان ددفاع وزير فرانس جوزوف يونګ د دوه اړخيزو اړيکو دپراختيا او د افغانستان د امنيت په تامينولو او ټينګښت کي دالمان درول په باب خبري وکړي باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي په هغي کتنه کي چي دواړو لورو نن د جمهور ي رياست په مقر کي وکړه د المان ددفاع وزير د دريو تنو ملکي کسانو د وژني له امله چي دوه اووني مخکي د کندز په ولايت د الماني سرتيرو له خوا په تيروتني سره ووژل شول دخپلي خواشيني مراتب څرګند کړل وي ويل چي دکندز په ولايت کي دشهيدانو دپاتي کسانو کورونو ته تللي دي ا وبخښنه يي غوښتي ده د المان ددفاع وزير په داسي حال کي چي ددغه هيوادلوي درستيز او دپارلمان يو تن غړي ور سره و ديوځل بيا يي په بيلابيلو برخو کي دافغانستان له خلکو سره دخپل هيواد دمرستو ډاډ ورکړ او څرګنده يي کړه چي په افغانستان کي به دالماني عسکرو شمير زيات شي او دغه راز المان به دافغانستان دملي پوليسو اواردو په روزنه کي زيات رول په غاړه واخلي دغه راز د المان ددفاع وزير د راتلونکي کال د انتخاباتو د امنيت دتامينولو په برخه کي د افغانستان له ملي پوليسو او اردو سره په همکاري کي دخپل هيواد تياري اعلام کړ حامدکرزي هم په دي کتنه کي ددواړو هيوادونو د ښو او تاريخي اړيکو په يادوني سره دهغه مهم رول له امله چي المان يي په افغانستان کي د امنيت په تامينولو اوپراختيا کي لوبوي مننه وکړه دغه راز په دي کتنه کي دواړو لورو ټينګار وکړ چي له تروريزم سره په جګړه کي بايد ملکي افرادو ته زيان ونه رسيږي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته