(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حنيف اتمر د مسعود فاتحه واخيسته

[08.Sep.2008 - 08:06] غورځنک: د۲۰۰۸ ع کال د سپتمبر پر اوومه د واکمن حکومت د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر لخوا د کابل ښار په اماني لېسه کې د پخوانۍ نظار شورا د آمر احمد شاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم د ختم په اړه پرانيستونکې وينا واوروله. KABUL, September 07: Muhammad Hanif Attmar, education minister, attended the Quran recitation at Amani high school hall on the occasion of seventh death anniversary of Ahmad Shah Massoud. PAJHWOK/Safiya Saifi همداراز يې لارښوونه کړې چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې دې د آمر احمدشاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم ختمونه وشي. KABUL, September 07: Quran recitation was held in all schools of the country on the 7th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former Jehadi commander and National Hero. PAJHWOK/Safiya Saifi
پورتني عکس او انګرېزي متن يې له «پژواك انځوريز سروېس» څخه اخيستل شوي دي. په انګرېزي متن کې د مسعود له نامه سره جوښت د ملي اتل و جهادي جبهې مشر لقبونه هم ليکل شوي دي. زه دلته د مسعود په اړه نه غږېږم خو د لاندينيو څو ټکو يادونه د اړتيا وړ بولم: ۱- ښوونځی د ښوونې ځای دی او بس. ښاغلی حنيف اتمر په کوم صلاحيت په ټول هېواد کې د ښوونې په ځايونو کې د يو غل، قاتل، مجرم و جاسوس د تلين لمانځنه کوي؟ ۲- پژواک د کوم نورم (معيار) پر بنسټ د مسعود له نامه سره د ملي اتل لقب ليکي؟ له دې څخه څرګندېږي چې ځېنې افغاني خپرونې هم د سياسې واکمنې ډلې د خوښۍ لپاره د هر راز نورمونو تر پښو لاندې کولو ته تيار دي. حنيف اتمر په هم د ټلوالې (نظار شورا) د خوښۍ لپاره څو څو ځلې «آمر صاحب شهيد» ويلی وي. خو زه دلته د دې بيت د ويلو اړټيا وينم. ملا حيات ته نصيحت څه کوي دی خو ګناه هم بې اودسه نکړي که آمر مسعود رښتيا شهيد وي نو اوس خو به يې اووه کاله په جنت کې تېر کړي وي او ددې خبرې هيڅ اړتيا نشته. هره ورځ چې په لس ګونو بې ګناه انسانان شهيدان کېږي د هغوی روح ته ولې دوعا نه کوي؟ خو، ښايي چې اتمر صاحب به په دې کار سره خپل ځان ته په دې نړۍ کې (د نظار شورا په دویمه واکمنۍ کې) جنت لټوي. له څو کالو را په دېخوا ښاغلی اتمر د روښاندو پښتنو د خوښۍ (غولولو) لپاره په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې ټټر هم وهلی خو په عمل کې يې هيڅ هم نه دي کړي. دا خو کومه شخصي خبره نه ده. په مورنۍ ژبه د زده کړې مخنيوی د اساسي قانون نه ښکاره سرغړونه ده. خو د ټلوالې د خوښۍ لپاره دا سرغړونه کېږي. ښايي سياست به دوه مخي غوره ګڼي خو رښتيني انسانان يې بده کڼي. چارواکي دې خپله وظيفه وپېژني ( قانون دې عملي ګړي) او بس. چارواکي دې په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې د غلو لپاره غونډې نه جوړوي. ښوونځي د ښوونې ځای دی. د ټول ملت مال دی او چارواکي ( حکومت) يې يوازې د قانون په چوکات کې ادارې چارې پر مخ بيايي. خپلواک سالار - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته