(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان اؤافغانستان یو ډول چېلنجونو سره مخ دي

[09.Sep.2008 - 19:43] دپيپلز گوند گډ مشر اصف علي زرداري دپاکستان د١٢م جمهوررئيس په توگه دخپل منصب لوړه وکړه. دلوړې اخستنې دستوره نن 09.09.2008 نیټه دنهې(سه شنتی ) په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دجمهوررئيس دماڼۍ دننه وشوه. دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عبدالحميد ډوگر دنوي ټاکل شوي جمهوررئيس څخه لوړه واخسته. دلوړې کولو ددستورې په مهال دپيپلز گوند کارمندانو دجذباتو ډک شعارونه ورکړل اؤ دجمهوري رياست په ماڼۍ کې د” ژوندى دى بوټو“ دشعار انگازې خورې وې.. په دستوره کې دپيپلز گوندمشر بلاول بوټو زرداري اؤ دهغه خويندې بختاور زرداري اؤ اصفه زرداري هم موجود وؤ. دستوره کې دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي هم دجمهوررئيس زرداري په ځانگړې بلنه گډون کړى ؤ اؤ ددې ترڅنگ پکې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان،دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دپيپلز گوند(شيرپاؤ) مشر افتاب شيرپاؤ ، دمسلم ليگ(ن) مشرانو د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف اؤاسحاق ډار برخه اخستې وه. له دې پرته دمرکزي کابينې غړو، دسنا مشر، دقامي اسمبلۍ سپيکرې، ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو، دگډو ځواکونو دکميټې مشر، دڅلورو واړو صوبو گورنرانو، اعلي وزيرانو، دسياسي گوندونو مشرانو،دپارليمان غړو ، اعلي بيوروکريسي اؤ پاکستان کې غير ملکي ډيپلوماټانو پکې هم برخه درلودله. دلوړې کولو څخه وروسته دپوځي ځواک لخوا جمهوررئيس اصف علي زرداري ته سلامي وړاندې کړل شوه. بلخو په یو شریک پریس کانفرنس کی دافغانستان اؤپاکستان جمهوررئيسانوپه سيمه کې دامن اؤثبات دټينگښت اؤدترهگرۍ په ضددجنگ دپاره په گډه دگامونواخستوهوډ کړى دى. نن په09.09.2008 نیټه دنهې(سه شنتی ) په ورځ اسلام ابادکې يوگډ مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله ويناکې دپاکستان نوي جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل مونږبه دخپلوگاونډيانوسره دهغويي دستونزوپه هواري کې لاس امدادکوؤ. دښاغلي زرداري وينا وه پاکستان پخپله دترهگرۍ ښکاردى ځکه دترهگرۍ په ضدجنگ کوي دپاکستان جمهوررئيس هوډڅرگندکړوچې د قبائيلي سيموپه عملياتوکې دزيانمنوشوؤخلکودپاره به دمرستې نړيوال صندوق پرانزي مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې دافغانستان جمهوررئيس حامدکرزي وويل پاکستان اؤافغانستان ديوبل سره تړلي دوه داسې هيوادونه دي چې په دې منطقه کې گډې گټې لري اؤدامهال دواړه هيوادونه ديورقم ستونزوسره لاس اؤگريوان دي حامدکرزي دخپل هيواد له لوري دپاکستان جمهوررئيس ته په سيمه اؤدواړوهيوادونوکې دامنيت دټينگښت په کارکې دهررقم ملاتړباورهم ورکړو- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته