(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد حکیم خان تڼیوال د دوهم تلین یاد غونډه جوړه شوه

[11.Sep.2008 - 15:11] د ۲۰۰۸ ع کال دسپټمبر په نهمه دسه شنبی په ورځ د ارواښاد استاد حکیم خان تڼیوال ددویم تلین په یاد دخوست د شيخ زايد پوهنتون د غونډو په تالار كې غونډه جوړه شوې وه چې ځايي چارواكيو، دپوهنتون استادانو، محصلينو قومي سپين ږيرو او د استاد تڼيوال خواخوږو پكې اخيستې وه. استاد تڼيوال د هېواد يو پوهنیز(علمي) او کولتوری سړیتوب (شخصيت )ؤ او دوه كاله وړاندې يوه ځانمرګي بريد كوونكي په ګردېز ښار كې وواژه . ارواښاد هغه مهال د پكتيا د والي په توګه دنده تر سره كوله . د غونډی ويناوالو د استاد تڼيوال د ژوند پر بېلابېلو اړخونو اوږدې خبرې وكړې او د ده له كړنو يې يادونې وكړې .دوى له طالبانو له تلو وروسته، په سختو شرائطو كې په خوست كې د حكومتي واكمنۍ ټينګول او خوست ته له پېښور څخه د افغان پوهنتون راليږدول، دده نه هېرېدونكې كارنامې وبللې . په خوست كې د شيخ زايد پوهنتون ريس ښاغلی ډاكټر ګل حسن وليزي وويل چې استاد تڼيوال په ټولو مسائلو كې پر ملي ارزښتونو عقيده لرله ، ده غوښتل چې د هېواد ټول كړكېچونه بايد د جرګې له لارې حل شي . مشهور قومي مشر او دخوست مرستيال والي طاهرخان صبري د ده د سړیتوب (شخصيت ) په اړه وويل چې استاد تڼيوال د هېواد په كچه يو منل شوى ملي او عالم سړیتوب (شخصيت ) و. ده وويل چې تڼيوال د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لرل، خو له بده مرغه چې نيمګړي پاتې شول .صبري ژمنه وكړه چې دوى په ګډه تر پايه لاره تعقيب كړي . de Ustad Hakim Khan Taniwal de doham tlen Yaad ghunda jora shwa de Pakhtoonkhwa khabaryal- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته