(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بوش پر پاکستان باندې حملو ته اجازه ورکړه

[11.Sep.2008 - 15:29] وی او ای 11.09.2008:د امریکا یوې ورځپاڼې نن خبر ورکړی چې جمهور رئیس بوش د جولای په میاشت کې په مرموز ډول خپلو قواوو ته اجازه ورکړه چې د پاکستان د حکومت د تائید له غوښتلو پرته په هغه ملک کې حملې وکړي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د عالي رتبه چارواکو له خولې لیکلي چې پوځ به د خپلو حملو په باب د پاکستان حکومت ته خبر ورکوي خو د اجازې غوښتلو ته به یې ضرورت نلري. دغه چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې د جمهور رئیس بوش دغه امر د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سیمو باندې خپل کنترول ثابت کړي. دغه سرحدي سیمې د طالبانو او القاعده قوي مرکز ګڼل کیږي. د پاکستان پوځ او سیاسي رهبرانو په پاکستان کې پر هغو وروستیو حملو انتقاد کړی چې شک کیږي چې امريکايي قواوو به کړي وي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز ستر جنرال اشفاق کیاني ژمنه کړې ده چې په هر قیمت چې وي، د ملک له تمامیت نه به دفاع کوي. همدارنګه، د امریکا د پوځ ستر درستیز ويلي، په افغانستان کې یې د جګړې نوې ستراتیژي داده چې د افغانستان او پاکستان د سرحد دواړو خواوو ته په قبایلي سیمه کې به د افراطیت په خلاف مبارزه کوي. د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز مایک مولن د چهارشنبې په ورځې د ملک پارلمان ته دغې خبرې وکړې. جمهور رئیس بوش د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فبروري تر میاشتې پورې به افغانستان ته 15 سوه نور عسکر لیږي. په افغانستان کې د امریکا د پوځ قومندانانو د 10 زرو اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده. بلخوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې پاکستان د اسامه بن لادن په لټولو باندې نور ماېوس او زړه شېنى ښکارى ځکه چې تراوسه پورې په دې لټه کى کومه نتېجه لاس ته نه ده ورغلى. د پاکستان او امرېکا چارواکى واېې چې دوى دخپلې ستراتېژى په برخه کې چې له اوږدې مودې راهېسى پرې عمل کېږى نوې کتنه کوى او په خپلو تاکتېکونو کې بدلون راولى. هغوى په دغه لټون کې له بې پېلوټه خو ډېرو خطرناکو الوتکېونه چې داستخباراتو لپاره استعمالېږى د پاکستان د قبېلوى سېمو په غرونو کې کار اخلى. واشنګټن پوسټ لېکى چې د هغو توغندېو شمېر چې له بې پېلوټه الوتکېونه خپل اهداف ولى سږکال تقرېبا درې چنده شوېدى. د پاکستانى چارواکېو له قوله د 2007 مېلادى کال په پرتله چې ددغو توغندېو درى برېدونه پکى شوي وو سږکال تراوسه پورې د بې پېلوټه الوتکېو له خوانه د هېلفاېر توغندېو ېوولس برېدونه شوېدى. ورځپاڼه لېکى چې دا حملى دهغې نوې ستراتېژى برخه دى چې مقصد ېې د القاعده د مرکزى قوماندى فلج کول دى. دغه کار تېرکال په اولو مېاشتو کې پېل شو خو اوس بېا دغه اقدامات په داسى وخت کې چټک شول چې د جمهوررئېس جورج بش دوره مخ په ختمېدوده. واشنګټن پوسټ لېکى له هغه وخت راهېسى چې بن لادن د (CIA ) او امرېکا د پوځ د حملى نه په توره بوړه کې د 2001 مېلادى کال د ډىسمبر په مېاشت کې په مټې روغ ووت، د امرېکا، اروپا او پاکستان چارواکى واېې تر اوسه پورې بېا دهغه په برخه کې چى دى چېرته دى کوم تصدېق سوى معلومات نلرى. هغوى واېې چې اوس دوى په هغه کوچنى لېست کې چې له دوى سره دى د القاعده د نورو مشرانو په نېولو پسى چې په دې نېژدى وخت کې لېدل شوېدى، لټه کوى. دا کار په دې اسره کېږى چې که په هغوى پسى پل واخېستل شى نو بن لادن ته به هم ورسېږى. په هغو مرکو کې چې چارواکېو کړېدى هغوې د خپلې ناکامى سبب داښودلى دى چې دوى په نظامى قوه باندى په دې برخه کې زېاته تکېه کوله. بل علت ېې دادى چې دعراق په جګړه کې خرابى اوګډوډۍ منځته راغلى او دښمن ته همېشه په کم نظر کتل شوېدى. تردى ټولو ېومهم علت چې په لټون کې نېمګړتېا ګڼل کېږى هغه داده چې دوى په دې نه و قادر شوى وي چې د پاکستان په لېرې پرته قبېلوى سېمه کې خبرلوڅي او ځري پېدا کړى. داسى ګومان کېږى چې بن لادن په همدى قبېلوى سېمه کې پروت وى. له بل پلوه د پاکستان په قبېلوى سېمه کې دامرېکا داستخباراتو او خاصو قواو ېونټونو ته اجازه نه وه چې په پاکستان کې په ازادانه ډول د بن لادن او دهغه د نېژدى انډېوالانو دنېولو لپاره عملېات وکړى. د بن لادن او دهغه په نېژدى ملګرو پسى له هوانه عملېات کېږى. اوس په بې پېلوټه الوتکېو باندى چې په ډېرو کمروباندى مجهزې دى او د سپوږمکېو په واسط وېډېوېې تصوېرونه نېغ په نېغه مخابره کوى، دا لټون روان دى او ېوازې په تېره مېاشت کې ېې د هېلفاېر ېا ددوزخ داور په نامه توغندېو باندى پر مشکوکو اهدافو څلور حملى کړېدى. د تېرې جنورى دمېاشتى راهېسى د څارنى د بې پېلوټه الوتکېو په واسط دالقاعده دوه داسى مشران وژل شوېدى چې دهرېوه په سر باندى امرېکا د پنځو مېلېونو ډالرو انعام اېښى و. دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې تراوسه پورې هم د دغى نوې تهاجمى ستراتېژى د ښه والى اوبدوالى په برخه کې دامرېکا او پاکستان د چارواکېو ترمنځ بحث روان دى، ځکه چې ددې نوې ستراتېژى له امله د ملکى تلفاتو شمېر زېات شوېدى او ددواړو هېوادونو دېپلوماتېکى اړېکى ېې خړې پړې کړېدى. دپاکستان ېوه جګپوړه امنېتى چارواکى په دې برخه کې ووېل چې د ډېرو هڅو کول او له ېوې مخى ګونډېمال کول له ېوبل سره فرق لرى. دغه پاکستانى چارواکى خپل نوم ددې لپاره ونه ښوده چې نه ېې غوښتل دامرېکا چارواکى له ځانه لېرې اوناراضه کړى. واشنګټن پوسټ لېکى چې بن لادن ېو پنځوس کلن او د سعودى عربستان دى. هغه دامرېکا هلې ځلى چې دده د نېولو لپاره ېې کوى، له 1998 مېلادى کال راهېسى له ناکامۍ سره مخامخ کړېدى. دغه چارواکى ووېل، اوس چې د 2001مېلادى کال د سېپتمبر د ېوولسمى نېټى د ترورېستى حملو نه اوه کاله تېریږى داسى ګومان کېږى چې بن لادن له ېوې خوانه هروخت په بدله څېره ګرځى او له بلې خوانه ډېر سخت احتېاط کوى چې دمخابرى لپاره برقى شېان ونه کاروى. هغه د خپلو پېغامونو په رسولو کې له انسانانو نه کار اخلى چې ېوه ځاې اوبل ځاې ته ېې ورسوى. د پاکستان چارواکى واېې چې دامرېکا استخبارات او پوځ د بن لادن د نقشى ښکار شوېدى چې په هغه پسى د پاکستان او افغانستان دسرحدونو په اوږدو کې د بمونو په اچولو او توغندېو په ډزو کولو باندى لټه کوى. د پاکستان چارواکى واېې چې پښتانه قباېل دملکى تلفاتو دشمېر په زېاتوالى سخت په غوسه دى او امرېکا ته ددښمن په نظر ګورى. دغه چارواکى ووېل چې دامرېکا له خوانه د بن لادن په سر پنځه وېشت ملېونه ډالره انعام کېښودل شوېدې خو هېڅوک دېته لېوال ندى چې د القاعده مشر په لاس ورکړى. واشنګټن پوسټ لېکى چې على محمد جان اورکزى د پاکستان ېوه متقاعد جنرال ورته ووېل ترهغې پورې چې داسى خلک نه وې چې ستاسى ملاتړ وکړى، انسانې استخبارات به هېڅکله کار ورنکړى. دغه جنرال د 2001 مېلادى راهېسى د بن لادن او القاعده د نورو مشرانو د لټو ن وظېفه په غاړه لرله. هغه ووېل پکارده چې په خلکو کې ملګرى او دوستان پېدا کړى شى Bush per Pakistan bandi hamlo ta ejaza warkra- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته