(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو د خاص کونړ د ملي امنيت رييس محمد شريف له خپلې ميرمنې او زامنو سره و وژلو

[16.Sep.2008 - 08:58] سه شنبه (نهې) ١٦/� ٩/٢� � ٨ پېښور:طالب وياند ذبيح الله مجاهد ايس سي پي ار ډي ته و ويل، چې طالبانو بيگاه د خاص کونړ د ملي امنيت د رييس محمد شريف په کور بريد وکړ او غوښتل يې، چې نوموړى ژوندى ونيسي خو محمد شريف مقاومت پيل کړ، چې د طالبانو په ځوابي بريد کې د ملي امنيت رييس محمد شريف سره د خپلې ميرمنې او دوه زامنو سره و وژل شو . د کو نړ والى فضل الله وا حدى ددغه خبر په تا ئيد ولو سره باخترا ژانس ته وويل: تيره شپه نا پيژندل شوى وسله وال افراد د خاص کو نړ په ولسوالى کى ددغه ولايت د ملى امنيت رياست د يو تن کار کوونکى کورته ننو تل هغه يى دده له ښځى او دوو زامنو سره و ژلى او تښتيدلى دى د کو نړ والى دغه عمل ددولت د وسله والو مخالفينو غير انسا نى عمل بللى دى . Talibano de Khas Kunar de Mili Amniat Raees Mohammad Sharif wawaja - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته