(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بوش ګل اغا شېرزى په ځانګړي ډول وستايۀ

[17.Sep.2008 - 10:38] 17.09.2009:د خبری رسنیو د خبرونو له مخی د امریکا صدر ښاغلي جورج بوش د ناقانونه نشه يي توکو د توليدوونکو او لېږدوونکو هېوادونو د کلني لېست د خپرولو پرمهال وويل چې تېر کال د افغانستان 18 ولايتونه له کوکنارو پاک شول، چې د بل کال په پرتله پنځه زيات شوي دي . خو د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ جانسن چې د ولسمشر دغه کلنى لېست يې ژورنالېستانو ته وړاندې کاوۀ لا هم د افغانستان په جنوب کې پنځه کړکېچن ولايتونه د خورا ډېرې اندېښنې وړ وبلل، چې د ټول هېواد په کچه سلو کې 85 اپين توليدوي . ولسمشر بوش په خپله کلنۍ اروزنه کې ګواښنه کړې چې فساد او ناقانونه نشه يي توکو په افغانستان کې د يوۀ وړ اقتصادي جوړښت او فعالې ډيموکراسۍ جوړولو هڅې له يوۀ خطر سره مخامخ کړې دي . په دغه لېست کې 20ستر هېوادونه د نشه يي توکو د توليدوونکي او لېږدونکي بلل شوي، چې پاکستان او هند هم په کې راځي . په دې رپوټ کې هلمند نوى والي ښاغلی ګلاب منګل د کوکنارو د ورکیدو په هڅو ستايل شوى، خو تر ټولو لويه ستاينه د ننګرهار د والي ښاغلی ګل اغا شېرزي په برخه شوې ده . ولسمشر بوش ويلي چې د هغۀ ټينګ مشرتوب د دې سبب شو، چې ننګرهار د افغانستان په کچه د دويم توليدوونکي ولايت نه صفر ته راکوز شي . بل دا چې په ننګرهار ولايت کې څه ناڅه د بيارغاونې چارې هم پر مخ وړل شوې دي، لکه د ښار او ځينو ولسواليو ته د سړکونو جوړېدل، چې دا هم ښايي د ادارې لپاره يوۀ لاسته راوړنه وبلل شي . سربېره پردې چې په ليرو پرتو سيمو او ولسواليو کې بيارغاونه په هماغه کچه نه ده، چې د کوکنارو د کر يو ښه بديل وګڼل شي . مخکې هم ننګرهار نازول شوى و د تېر اګست مياشتې په پر 27 هم د امريکا متحدو ايالتونو له فغانستان سره د نويو لس ميليون ډالرو مرسته وکړه . دغه پيسې د نيشه يي توکو ضد وزارت ته ورکول کېږي چې د دغه هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې يې ولګوي . مرستې د ننګرهاريانو د نازولو په موخه هغه ولايت ته بېلې شوې چې سږکال په کې د کوکنارو کښت بيخي له منځه تللى . ننګرهار يو وخت د ترياکو د توليد له کبله په افغانستان کې درېيم ځاى درلود . په شاوخوا لسو ورځو کې دا دويم ځل دى چې د امريکا د متحدو ايا لتونو د سفارت لخوا د نيشه يي توکو ضد افغان وزارت سره مرسته کيږي . Bush, Gulagha Shirzai pa Zangary dawal wastya- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته