(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پیښور کی درحمن بابا مزار ترميم شو

[17.Sep.2008 - 11:00] 17-09-2008:د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت په مرسته د پښتو ژبې د نوميالی صوفي شاعر عبدالرحمن بابا د مزار د بيارغونې کار 11.09.2008 نیټه بشپړ شو . په پېښور کې دافغانستان د قونسلګرۍ کلتوري اتاشي ښاغلی ظاهر بابري وويل چې د رحمان بابا د مزار د بيارغونې کار يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوى و. هغه زياته کړه چې د مزار د بيارغونې او ترميم چارې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا په ګډه ترسره شوې دي . د رحمان بابا مزار چې د پېښور ښار سويل ته د هزارخوانۍ په سيمه کې موقعيت لري په 1954 زېږديز کال کې د پښتو ټولنې لخوا جوړ شوى و . دامزار په ياده شوې سيمه کې د کورونو جوړولو له امله زيانمن شوى و، خو د مزار ترڅنګ دپاکستان حکومت يو کمپليکس جوړ کړى دى . ظاهر بابري وويل چې د رحمان بابا د مزار د بيارغونې او ترميم پر چاريو نيم ميليون کلدارې لګښت راغلى دى . د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د پښتونخواايالت د کولتور له وزير سيد عاقل شاه سره هم خبرې کړې وې اوله هغوى سره په تفاهم دغه کار شوى دى . د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد عاقل شاه د عبد الرحمن بابا د قبر او مزار په بيارغونې خوښي څرګنده او د افغان حکومت ستاينه يې وکړه . د پښتو ژبې د اوسني عصر نوموتي شاعر رحمت شاه سايل هم د بابا د مزار په بيارغولو د افغانستان د حکومت ستاينه وکړه او ویويل چې د رحمان بابا د قبرپالنه او ورته پېرزوينه وړاندې کول د لر او بر پښتونخوا د ټولو پښتنو پت او عزت دى . Pa Pekhawar Ki de Rahman Baba Mazar Termim Sho- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته